1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شي جين پينگ د چين جمهور رئيس سو

مسعود جهش (afp,reuters,dpa)۱۳۹۱ اسفند ۲۴, پنجشنبه

د چین ملي کنگرې د دې هیواد د کمونیست گوند مشر شي جین بینگ د نوي ولسمشر په توگه تائید کړ. تر دې دمخه ۷۰ کلن هو جین تاو د تیر کال په نوامبر میاشت کې د چین د حکومت له مشري څخه لاس واخیست.

https://p.dw.com/p/17xOi
Xi Jinping (front), general secretary of the Central Committee of the Communist Party of China (CPC), and Li Keqiang, a member of the Standing Committee of the Political Bureau of the CPC Central Committee and Vice Premier, arrive at the third plenary meeting of the first session of the 12th National People's Congress (NPC) held at the Great Hall of the People in Beijing March 10, 2013. Picture taken March 10, 2013. REUTERS/China Daily (CHINA - Tags: POLITICS) CHINA OUT. NO COMMERCIAL OR EDITORIAL SALES IN CHINA
China Volkskongress Fortsetzung Xi Jinpingانځور: Reuters

شي جين ۵۹ کلن دی او د ۲۰۱۲ کال د نوامبر په میاشت کې د هوجین تاو پر ځای د کمونيست گوند د مشر په توگه وټاکل شو. تر دې وروسته هغه ته همداراز د ولسمشر خطاب هم ورکړل شو.

د ۲۹۶۱ استازو له ډلي څخه ۹۹.۷ سلنه استازو د شي جين په گټه رایې ورکړې او هغه یې دې مقام ته ورساوه.

تر دې دمخه د پنجشنبې په ورځ د چین د پارلمان استازو د یوه داسي پلان په حق کې مثبته رایه ورکړه چې له مخې یې د دې هیواد په وزارتونو کې یو څه بدلونونه راځي. دغو استازو همداراز شي جين د چین د دولتي پوځي کمېټې د مشر په توگه وټاکه او لي یوان چاو د هغه د مرستیال په توگه وټاکل شو.

د چین په وزارتونو کې د نویو بدلونونو له مخې د دې هیواد د اورگاډو وزارت له منځه ځي. پر دې وزارت باندي د اداري فساد تورونه هم لگول شوي دي.

شي جين د نوامبر په میاشت کې د چین د کمونيست گوند د مشر په توگه ټاکل شوی وو. دغه ۵۹ کلن سیاستوال اوس د چین د کمونيست گوند د تر ټولو لوړپوړي چارواکي په توه وټاکل شو.

تر هغه وروسته چې شي جین د چین د ولسمشر په توگه اعلان شو، هغه د دې هیواد له پخواني ولسمشر سره لاس ورکړ. دغه مراسم په ژوندۍ بڼه د تلویزیون له لارې خپرېدل.

پر شي جين سربیره د چین د کمونيست گوند د مشري له پاره پنځه تنه نور سیاستوال هم نومول شوي ول، خو هغوی و نه توانیدل چې دغه مهمه دنده ترلاسه کړي.

د چین د قانون له مخې یو ولسمشر یوازې د دوو دورو له پاره مشري کولای شي. هوجین تاو چې اوس اویا کلن دی، دغي دوې دورې يې پوره کړي وې.

کله چې شي جين په نوامبر میاشت کې د چین د کمونيست گوند مشر شو، هغه سمدستي د اداراي فساد پر ضد خپله مبارزه پیل کړه. ډیر شمیر چینایان په دې هیله دي چې شي جين به په چین کې یو شمیر بنیادي بدلونونه راولي.