1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شيناواترا کېدای سي يوه مياشت له پوځه سره وي

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۳, شنبه

د تایلنډ پوځ به د دغه هیواد د ليري کړل شوي لومړۍ وزیري او د هغې د کابینې غړي د یوې میاشتي له پاره د پوځ په بند کې وساتي. پوځ د جمعې په ورځ لومړۍ وزیره ینگلک شيناواترا، ونیوله.

https://p.dw.com/p/1C64X
انځور: picture-alliance/dpa

د شنبې په ورځ د پوځ یوه ویاند وویل چې د ینگلک او د هغې د۱۵۰ تنو نورو ملگرو ساتنه کوي. دغه ویاند د تایلنډ د دغو پخوانیو چارواکو د ساتلو ځای ښوولی نه دی. پوځي ویاند همداراز روښانه کړې ده چې کیدای شي د تایلند ۳۵ تنه نور کسان هم د پوځ له خوا ونیول شي.

ویل کيږي چې کیدای شي په تازه نیول کیدونکو کسانو کې اکادمیک وگړي هم شامل وي. د تایلنډ د پوځ مشر ویلي دي چې په هیواد کې یې د دیموکراسي تر بیا تامینیدو دمخه باید ریفورمونه پلي شي. هغه د جمعې په ورځ وویل: «موږ باید تر ټاکنو مخکې اقتصادي، ټولنیز او سیاسي ریفورمونه پلي کړو.»

د جمعې په ورځ ینگلک د پوځ د غوښتني پر اساس یوې اډې ته ولاړه چې بیا له هغه ځایه د سرتیرو له خوا یوه نامشخص ځای ته بوتلل شوه. پوځ ویلي دي چې پخواني سیاستوال یې په تایلنډ کې د سولي او د ستونزو د حلیدو په موخه غوښتي دي.

دیموکراسي ته بیرته تلل

د تايلنډ پوځ تر پنځو کسانو د ډیرو پر راټولېدو باندي بندیز لگولی دی. پر دې سربیره پوځ رسنۍ هم سانسور کړي دي او د شپې له لسو بيا د سهار تر پنځو بجو پوري پر تگ راتگ باندي بندیز لگول شوی دی. د جمعې په ورځ پوځ په بنکاک کې د هغو کسانو د سره پاشلو له پاره سرتیري واستول چې د کودتا پر ضد یې شعارونه ورکول.

د امریکا متحده ایالاتو د قانون له مخې دغه هیواد له هغو پوځونو سره خپلي مرستي بندوي چې حکومتونه د کودتاوو په ترڅ کې راپرځوي. په دې ترتیب سره به امریکا د تایلنډ له پوځ سره ۳.۵ میلیونه مرستې قطع کړي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندي په تایلند کې د ملکي نظام د بیا تامینیدو غوښتنه کړې ده.

په تایلند کې له ۱۹۳۲ کال راهیسې پوځ ۱۲ واري په کامیاب ډول کودتاوي کړي دي.