1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شویبله غواړي چې بریتانیا د اروپا په اتحادیه کې پاتې شي

۱۳۹۱ آبان ۹, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16ZKC

د المان د مالیې وزیر ولفگنگ شویبله له بریتانیې څخه غوښتي دي چې د اروپا په اتحادیه کې پاتې شي. شویبله د اکسفورد، د پوهنتون څخه د لیدنې پر وخت ویلي دي چې په اروپایي ټولنې کې د بریتانیې موجودیت مهم دی. هغه زیاته کړې چې همداشان اروپا هم د بریتانیې له پاره گټوره ده. د روان کال د دسمبر په میاشت کې اروپایي ټولنه غواړي چې په فرانسه کې د مالي او اقتصادي سیاست د اوږدې مودې د تاثیراتو په اړه یو تصمیم ونیسي، خو لندن بیا دغه طرحه ردوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیگ، په وروستیو وختونو کې په صراحت سره ویلي دي چې په راتلونکي وختونو کې به بریتانیا د اروپایي ټولنې د همغږي کولو په په ډیری اقداماتو کې ملتیا و نه کړي. د بریتانیې د محافظه کارانو د گوند یوه برخه چې لومړی وزیر دیوید کامرون هم په کې قرار لري د اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه د یوې ټولپوښتنې غوښتونکي دي.