شويبله وايي د ده د څرگندونو ناسم تعبير شوی دی
۱۳۸۶ تیر ۲۵, دوشنبهاعلان
شويبله په گڼ شمېر مرکو کې وويل چې د ده د څرگندونو په برخه کې سوء تفاهم شوی او علط تعبير ترې اخېستل شوی دی. خو نوموړي بيا هم د تروزيرم په وړاندې د مبارزې دپاره د يو ټينگ قانوني بنسټ غوښتنه وکړه. د آلمان د سوسيال دموکرات او مسيحي دموکرات گوندونو سياستوالو يو په بل باندې نيوکې کولې چې گواکې د لوی ايتلاف فضا يې خړه پړه کړې ده. شويبله د آلمان د ARD او ZDF تلويزيوني چينلونو سره په مرکو کې وويل چې د ده مقصد د القاعدې په وړاندې نظامي جگړه وه او دا چې عسکر د ولسونو تر منځ د تړونونو له مخې کوم حقوقي مقام لري. په دغه وجه سوءتفاهم رامنځ ته شو او خلکو داسې انگېرل چې دی غواړي «مشکوک ترهگر وولي او ووژني.»