شويبله د څارگرې ادارې له خوا د کمپيوترونو څارنه ودرلوله
۱۳۸۶ اردیبهشت ۷, جمعهاعلان
شويبله غواړي چې د څارنې د دې ناندريز مېتود حقوقي اړخ يو ځل بيا وڅېړي، او په داسې حال کې چې څېړنې دوام لري به د آلمان څارگرې ادارې د دې اجازه ونه لري تر څو د کمپيوترونو د څارنې د لارې معلومات راټول او تر لاسه کړي. بېلابېلو گوندونو پورې مربوط د پارلمان غړو په پټه د کمپيوترونو پر څارلو نيوکې کړي دي. خو حکومت داسې يو فرمان را مخې ته کوي چې د آلمان د کورنيو چارو پخواني وزير اتو شيلي لا لاسليک کړی و.