1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولتس: د آلمان د صدراعظمۍ کانديد به نه سم

آژانسونه / ک. ص.۱۳۹۵ خرداد ۹, یکشنبه

شولتس د لا زیات وضاحت لپاره په یوه مرکه کې وویل:« زما ځای په بروکسل کې دی». په دې اساس د آلمان د صدارت مقام لپاره د هغه د احتمالي نوماندۍ په باب ځواب ترلاسه شو. نو اوس به دغه پخوانی ګوند څه کوي؟

https://p.dw.com/p/1Iwgo
انځور: picture-alliance/dpa/J. Warnand

د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند دغه سیاستوال د لا زیات وضاحت لپاره په یوه مرکه کې وویل:« زما ځای په بروکسل کې دی». په دې اساس د آلمان د صدارت مقام لپاره د هغه د احتمالي نوماندۍ په باب ځواب ترلاسه شو. نو اوس به دغه پخوانۍ ګوند څه کوي؟

مارتین شولتس، د آلمانۍ ورځپاڼې «ولت ام زونتک» سره په یوه مرکه کې وویل چې هغه ۳۲ کاله، خپل نژدې ټول سیاسي عمر د اروپا لپاره تیر کړی دی. د شولتس په خبره، « اوس هم اروپا تر ټولو ښه وضعیت کې قرار لري. زه هڅه کوم چې خپل مسئولیت مې دلته ترسره کړم.»

شولتس ټینګار وکړ: « زه له زیګمار ګابریل څخه د زړه له تله ملاتړ کوم. په اوس وخت کې د آلمان سوسیال دموکرات ګوند د یو ډیر ځواکمن رهبر څخه برخمن دی.»

گابریل، شتاینمایر، ناهلز او شولتس

د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند اوسنۍ مشر، زیگمار گابریل، په پام کې لري چې راتلونکي دور کې یواځې د دغه ګوند د یو غړي په توګه پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د دغه حزب څوکۍ لپاره زیات شمیر نوماندان شتون لري.

د زیګمار ګابریل نه وروسته د دغه حزب د مشرتابه لپاره تر ډیره د بهرنیو چارو د وزیر والتر شتاینمایر، د ټولنیزو چارو د وزیرې اندریا ناهلز او د هامبورک د ښاروال اولاف شولتس نومونه اخیستل کیږي. خو یادو کسانو تر اوسه په ډاګه داسې یو څه ندې ویلي چې له مخې به یې د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې د صدراعظمې انګیلا مرکل ګوند پر وړاندې دریږي.

درې اونۍ د مخه د «فوکس» خبري مجلې مشر، هلموت مارکورت، په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل، چې ده له « معتبرو سرچینو» څخه اوریدلي وو چې د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند په اوسنیو بحثونو کې شولتس د دغه ګوند د راتلونکي نوماند په توګه یاد شوی دی.

« حزب دې د هغو کسانو وي چې موازین مراعات کړي»

شولتس د « ولت ام زونتګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند څخه وغوښتل« دغه حزب دې د هغو کسانو وي چې زیات زیار وباسي، موازین رعایتوي او هغه څه ترسره کوي چې هیواد یې ورڅخه غواړي.»

شولتس دغه راز زیاته کړه چې ډیری دغه کسان دغه شان درک لري. هغه وویل که چیرته د میلیاردي مبلغونو خبره وشي نو تر کومه ځای به ښکته او پورته شي. دا د زیاتو کسانو لپاره له تصور څخه لرې ده. شولتس وویل:« مونږ سوسیال دموکراتان مجبوره یو چې پر دغو میلیاردونو پیسو دومره فکر ونکړو او باید پر هغو کسانو فکر وکړو چې ډیر کم میاشتني عواید لري.»