1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمع احمدزۍ څنګه تر« سپوږمۍ» ورسېدله

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

شمع احمدزۍ د آلمان غږ راډیو سره د خبريالې په توگه د افغانستان له ختيځ څخه کار کوي. دې د «واوره او زده کړه» پروګرام لپاره د «سپوږمۍ» په نامه ډرامه لیکلې ده چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی په برخه کې ده.

https://p.dw.com/p/11d0g
آرشيف انځور
آرشيف انځورانځور: Fotolia/Manuela Klopsch

د کیسې اصلی اتله د" سپوږمۍ "په نوم یوه پیغله نجلۍ ده. شمع احمدزۍ وايي: «اوس هم چی کله کله د دغه ډرامې متن لولم نو د "سپوږمۍ" د ډرامی پر اتلی مې زړه وخوږیږی او ژړا راشي- ژړا پر دی چې ولي په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې داسې له تاوتریخوالي ډک چلند کیږی !؟»

شمع احمدزی په ١٩٨٧ زېږديز کال په بلغاريا کې دې نړۍ ته سترګی پرانیستې. هغه مهال يې پلار د زراعتي زده کړو په برخه کې بلغاريایی ته تللى ؤ. په تذکره کې د اصلی سکونت ځای یی د ننګرهار ولایت د «حصارک غلجايي» ولسوالۍ د «جوکان» کلی لیکل شوی دی .

«کله چې مو په پاکستان کې د کډوالۍ شپې سبا کولې، نو د هغه هېواد د دولتي ټلويزيون ننداره به مې کوله. زما لپاره به د دغه ټلويزيون خبري ويانده چې عشرت حسين نومېده، ډېره په زړه پورې ښکارېدله. ما به له ځانه سره داسې انگېرله چې يوه ورځ به زه هم لکه د عشرت حسين غوندې يوه ويانده او ژورنالېسته شم خو کورنۍ غوښتل چې د دوى لور دې يوه ښوونکې او یا د ټولنيزو خدمتونو په کومه مووسسه کې کارکوونکې واوسی».

نومووړې لا دوه کلنه وه چې له بلغاريا نه افغانستان ته راغله. د کړکیچ او جګړی له امله یی ، کورنۍ نېغ په نېغه پاکستان ته ولاړه او هلته يې استوگنه غوره کړه. لکه نورو افغانانو په څېر د شمعی کورنۍ هم هيله درلوده چې د پخواني رژیم په نسکوریدو سره به په افغانستان کې ارامي راشي او دوی به خپل هیواد ته راستانه شی . خو داسی و نه شو او د کورنيو جگړو له امله د دوى استوگنه په پاکستان کې لا پسې وغځېده . په پاکستان کې د ځينو ستونزو له امله د شمعی کورنۍ اړ شوه تر څو بېرته خپل هېواد ته راشي .« کله چې د تورخم له لارې خپل هیواد ته ستنه شوم، ډیره خوشحاله وم. د خپلو خلکو په لیدلو او د خپلې خاوری په لیدولو خوښه شوم؛ خو له بده مرغه اړ شوم چې څو کاله په کور کښینم او زده کړی راڅخه پاتې شوې؛ ځکه چې د طالبانو په نظام کې نجونو ته د زده کړې حق نه ورکول کیده» .

کله چی زمينه مساعده شوه، نو خپلې زده کړې يې د بکلوریا په سویه د جلال آباد ښار په بي بي زينب لېسې کې بشپړې کړې. لوړې زده کړې يې د آريانا د لوړو زده کړو پوهنتون د سياسي علومو په برخه کې پيل کړې؛ خو د ځينو ستونزو له امله يې ونه کولى شو، چې پر مخ يې يوسي .
نوموړې لا په لسم ټولگي کې زده کوونکې وه، چې د ژورنالېزم ډگر ته يې مخه کړه. «موقع چی مساعده شوه نو له ټولو ستونزو سره سره مې هڅه وکړه چی د رسنیو سره همکاری پیل کړم. په پای کې راته د «شرق» په نوم په یوې سیمه ایزی راډیو کې دنده راکړل شوه. کله چې مې په لومړي وار غږ د زرګونو اوریدونکو غوږونو ته ورسید، نو ډېره خوشحاله ومه.». شمع احمدزۍ، د دندو د تر سرکولو تر څنګ د بېلابېلو ادارو څخه د ژورنالېزم په مختلفو برخو کې زده کړې هم تر لاسه کړې دي. د همدغو روزنيزو کورسونو او ورکشاپونو په لړۍ کې يې يو ورکشاپ هم له لندني مسلمان خبريال"جان بټ" سره اخيستى دى . دغه روزنيز ورکشاپ د ډرامه ليکنې په برخه کې ؤ . تر دې ورکشاپ وروسته یی خپله لومړنۍ ډرامه وليکله.

ليکونکې: شمع احمدزۍ

کتونکی: نسيم صابر