1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

شمالي کوریا د توغندي نوې ناکامه آزموینه کړې

۱۳۹۵ مهر ۲۵, یکشنبه

شمالي کوریا د خپل پوځي قدرت د ښولو له پاره په روان کال کې کابو ۲۰ ځله د توغنیدو آزموینې کړې دي. د پوځي چارو امریکايي کارپوهان وايي چې شمالي کوریا ښايي په ۲۰۲۰م کال کې پر امریکا د برید وړتیا پیدا کړي.

https://p.dw.com/p/2RHIh
Nordkorea Raketenstart
انځور: picture-alliance/dpa/Kcna

د رپوټونو په حواله د شمالي کوریا لخوا تازه ازمویل شوی توغندی له ناکامي سره مخامخ شوی. دغه هیواد غواړي داسې توغندی جوړ کړي چې د امریکا لویه وچه په نښه کړای شي.

د امریکا د دفاع وزارت د یوې خپرې شوې بیانې په حواله د توغندي دغه ناکامه هڅه د دې هیواد په شمال لویدیځ ښار کوسونګ کې شوې ده. اعلامیه اټکل کوي چې دغه توغندی د موسادان توغندیو له ډلې څخه دي چې د لږ واټن هدفونه په نښه کوي او د دې وړتیا یې لرله چې په ګوام ټاپو کې د امریکا اډې په نښه کړي.

د پنتاګون یا د امریکا د دفاع وزارت ویاند او د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندان په دې هکله وايي: «موږ د شمالي کوریا لخوا دغه او دې ته ورته نور د توغندیو آزموینې غندو.»

هغه همدا راز وايي: «د دغو تهدیدونو په درشل کې د شمالي کوریا او جاپان په ګډون زموږ له متحدینو څخه دفاع کول مو هوډ دی. موږ به د هر راز برید او یا لمسون پر وړاندې خپل ځان او زموږ متحدین خوندي وساتو.»

د توغندي دغه آزموینه د روانې میاشتې په ۱۵مه نیټه د شنبې په ورځ په ځايي وخت په شاوخوا درې بجو ترسره شوې. شمالي کوریا تر اوسه پورې اوه ځلې ورته توغندي آزمویلي دي چې له دې ډلې څخه یې یو توغندی څه نا څه بریالی وو.

شمالي کوریا خپل زور آزمويي

شمالي کوریا د اوږد واټن ویشتونکي توغندیو د جوړونې په تخنیکي چارو کې د بریالیتوبونو ادعا کړې چې کولای شي د امریکا لویه وچه په نښه کړي. په ورته وخت کې د جنوبي کوریا پوځي چارواکو ویلي دي چې تر اوسه شمالي کوریا په دې نه ده توانیدلي چې دغه راز غښتلي توغندي په پوره بریالیتوب سره وآزمويي. د دې څرګندونو ترڅنګ شمالي کوریا په دې وروستیو کې یو شمیر اټومي آزموینې په بریالیتوب سره ترسره کړي دي.

ویل کیږي چې د موسادان توغندي کولای شي د ۲۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ کیلومتره واټن په نښه کړي او د دې وړتیا لري چې د جنوبي کوریا په ګډون په آرام سمندر کې د امریکا د پوځ اډې هم وولي.

د سپتمبر په میاشت کې شمالي کوریا درې توغندي په داسې حال کې په خپله ختیځه سیمه کې وتوغول چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما، او د نړۍ ګڼ شمیر مشران په سیمه کې د یوې رسمې ناستې په موخه په سفر بوخت وو. د تیر اګست په میاشت کې، د جاپان او جنوبي کوریا حکومتي چارواکو د شمالي کوریا له خوا د یو بل توغندي د آزمویلو پخلی کړی وو چې د دوی په وینا تر ۱۰۰۰ کیلومتره واټن پورې يې د سیمو په نښه کولو وړتیا درلوده.

په روان کال کې دغه هیواد کابو ۲۰ ځله د توغندیو آزموینې کړي دي او ویل کیږي چې شمالي کوریا د توغندیو پر داسې سیستم کار کوي چې د اټومي وسلو د لیږد وړتیا ولري. د امریکا د وسلو کارپوهان وايي چې د شمالي کوریا له لوري د موسادان د توغندي بریالۍ آزموینه کولای شي له دې هیواد سره مرسته وکړي چې د اوږد واټن ویشتونکي توغندي جوړي کړي. دوی وړاندوینه کوي چې شمالي کوریا به له دې کار سره وکړای شي په ۲۰۲۰م کال کې پر امریکا د برید وړتیا پیدا کړي.

د ملګرو ملتونو لخوا پر شمالي کوریا اوسني بندیزونه په دې موخه وضع شوي چې دغه هیواد د توغندیو د آزموینې لړۍ ته د پای ټکی کیږدي. په شمالي کوریا کې د توغندیو وروستي پرمختګونه به کیدای شي د ملګرو ملتونو لخوا د نورو بندیزونو له وضع کولو سره مخ شي.