1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا: حنوبي کوریا دې د ملګرو ملتونو د بندیزونو ملاتړ نه کوي

۱۳۹۱ بهمن ۶, جمعه
https://p.dw.com/p/17ROG

شمالي کوريا خپل دښمن ګاونډی هيواد جنوبي کوريا ته په هغه صورت کې په متقابلو تدابیرو تهدید کړې دی چې که دغه هیواد د شمالي کوريا پر ضد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د نوو بندیزونو ملاتړ وکړي.

د شمالي کوريا د بیرته یووالي د کمیټې ویاند وویل چې د شمالي کوريا پر ضد بندیزونه د جنګ په معنی دي. همدا پرون پنجشنبه د شمالي کوريا حکومت د نورو توغندیو د ازموینې او ډیرو اټومي وسلو د جوړولو اعلان وکړ.