1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا ـ د امنيت شورا پر نوو بنديزونو تفاهم ونه کړ

۱۳۹۶ شهریور ۲۵, شنبه

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د شمالي کوريا وروستۍ توغندي ازموينه وغندله. يادي شورا دغه ازموينه يوه پارونه بللې ده خو د شمالي کوریا پرضد پر نوو بندیزونو سره سلا نه شول.

https://p.dw.com/p/2k5YR
New York City UN Sicherheitsrat tagt zu Nordkorea
انځور: Reuters/S. Keith

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د شمالي کوريا له لوري د توغندي وروستۍ ازموينه سخته غندلې ده. يادې شورا د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کي پر شمالي کوريا ږغ وکړ چي په سمدلاسه توګه د وسلو ازموينې ودروي. خو په دغه اعلاميه کي د نوو بنديزونو د لګولو ګواښ نه دی سوی.
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ شمالي کوريا ته د امريکا د متحده ايالاتو له لوري د «حيرانونکي» غبرګون ګواښ وکړ. له بل لوري د شمالي کوريا واکمن کيم يُنګ اُن ويلي چي شمالي کوريا غواړي چي د امريکا د متحده ايالاتو سره د قدرت توازن وساتي.


«په لوړه اندازه پارونکې»
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۱۶مه نېټه) په خپله غونډه کې د شمالي کوريا پر ضد اعلاميه په متفقه توګه تصويب کړه. په دغه اعلاميه کي د شمالي کوريا وروستۍ ازموينه «په لوړه اندازه پارونکې» بلل سوې او د شمالي کوريا چلن «هېښونکی» بلل سوی دی. په اعلاميه کي راغلي چي د شمالي کوريا له لوري د توغنديو ازموينې نه يوازې د سيمې بلکه «د ملګرو ملتونو د ټولو غړو» له پاره ګواښ دی.


شمالي کوريا د ټولو خبرداريو باوجود د جمعې په ورځ د منځني واټن يو توغندی د جاپان پر فضا تر آرام سمندره توغولی ؤ. دا په داسې حال کې چې صرف څو ورځې تر مخه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د شمالي کوريا پر ضد نوي بنديزونه لګولي ول. دا د هغه وروسته چي شمالي کوريا تر دمګړی پورې خپل تر ټولو لوی اټومي بم وازمويه. که څه هم د امريکا متحده ايالات د شمالي کوریا پر وړاندې د نورو او لا سختو بنديزونو غوښتنه کوي خو د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا په تازه اعلاميه کې د شمالي کوريا پر ضد د نوو بنديزونو هيڅ خبره نه ده سوې.


د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ شمالي کوريا ته ګواښ کړی چي متحده ایالات خپل هر دُښمن «ميده ميده» کولای سي. ترمپ دا څرګندونې د اندريو په نوم نظامي هوايي ډګر څخه د لېدني پر وخت وکړې. هغه په سلهاؤ عسکرو ته د وينا پر وخت د شمالي کوريا په تړاو زياته کړه چي دغه هيواد يو ځل بيا د خپلو ګاونډيانو او د نړيوالې ټولنې په نه پام کې نيولو سره خپل عمل وکړ. ترمپ وويل چي «زه تر بل هر وخت په دې ډاډه يم چي زموږ آپشن يا انتخاب نه يوازي اغېزمن بلکه حيرانونکي دی.»


پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له ارشیف څخه (04.09.2017):