1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا: د جگړې هر حالت ته به ځواب ووايو

۱۳۹۶ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

پيونگ يانگ په کوریا ټاپووزمه کې د امریکا د سمندري ځواکونو پر «بې احتیاطه» ځای پر ځای کیدوه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د «جګړې هر حالت ته به ځواب» ووایي. د امریکا یوې سمندري بریدکوونکې ډلې په پاسفیک کې خپل مسیر بدل کړی.

https://p.dw.com/p/2b1ie
Nordkorea  Kim Jong Un inspiziert einen Raketekopf nach dem Test
انځور: Reuters/KCNA

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د دې هیواد د دولتي خبري آژانس له لاري اعلان وکړ چې امریکا متحد ایالات به د هر ډول پوځي حرکتونو بشپړ مسوول وي. دا خبري له هغه وروسته شوې دي چې واشنگټن په سویلي پاسیفیک کې خپل یو سمندري بریدګره ډله ځاي پر ځای کړه چې پيونگ يانگ ته خپل ځواک وښيي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل: «د کوريا د خلکو دیموکراتیک جمهوریت [شمالي کوریا] د نیولو له پاره د امریکا بې احتیاطه اقدامات یوه جدي پړاو ته رسیدلي دي.»

ویاند زیاته کړه: «موږ به د لمسونو پر ضد تر ټولو سخت ځوابي اقدامات وکړو، څو د خپل ځان دفاع په پیاوړو وسلو سره وکړو.»

د کارل وینسن بریدګره ډله، چې پکښې یوه لویه بیړۍ چې الوتکې هم لیږدولی شي شامله ده، استرالیا ته خپل سفر لغو کړ او له سنګاپور څخه یې د کوریا د اوبو پر لور خپل سفر پیل کړ. دا د شمالي کوریا د توغندیو آزمویني ته د امریکا متحدو ایالاتو د ځوابي اقداماتو يوه برخه بلل کیږي.

په پاسفیک کې د امریکا د ځواکونو د عمومي قوماندي یوه ویاند ویلي دي چې په مسیر کې بدلون یو محتاطانه عمل دی چې په لویدیځ پاسفیک کې حضور او چمتوالی وساتل شي. تر دې مخکې په دې سیمه کې د سویلي کوریا پوځي تمرینونه، پيونگ يانگ د يرغل تمرین بللي ول.

دغه امریکایي ویاند زیاته کړې ده چې شمالي کوریا اوس هم د خپل اټومي پروګرام په تعقیبولو سره یو ګواښ دی.

په وروستیو وختونو کې د شمالي کوریا او امریکا متحدو ایالاتو ترمنځ شخړه ډیره توده شوې ده. شمالي کوریا پر نیوکو سربیره بیا هم د خپلو توغندیو آزموینو ته دوام ورکوي، دا هغه څه دي چې امریکا متحد ایالات یې د بندیدو غوښتنه کوي.

 

زموږ له ارشيف څخه: