1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا د جنوبي کوريا د گارگرانو مخه نيولې

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ فروردین ۱۴, چهارشنبه

د جنوبي کوریا او امریکا پر وړاندي د شمالي کوریا پاروونکي اعمال او گواښونه ادامه لري. په وروستۍ پېښه کې شمالي کوریا یوې گډې صنعتي سیمې ته د جنوبي کوریا د کارکوونکو د ننوتو مخه نیولې ده.

https://p.dw.com/p/188oM
South Korean trucks arrive from North Korea's Kaesong Industrial Complex at a military check point of the inter-Korean transit office in Paju near the Demilitarized Zone (DMZ) dividing the two Koreas on April 1, 2013. South Korean workers and cargo on April 1, headed for the Kaesong Industrial Complex without a hitch despite North Korea's recent threat to close the joint industrial zone in the communist country. AFP PHOTO / JUNG YEON-JE (Photo credit should read JUNG YEON-JE/AFP/Getty Images)
Nordkorea Kaesong Abriegelung Sonderwirtschaftszoneانځور: Jung Yeon-Je/AFP/Getty Images

د شمالي کوریا وروستیو گواښونو د نړیوالې ټولنې اندیښنه راپارولې ده. داسې ښکاري چې د شمالي کوریا کواښونه او د نړیوالې ټولنې له خوا د هغوی په اړه اندیښنې ختمیدونکې نه دي.

په وروستیو پېښو کې شمالي کوریا هغې سیمي ته چې تر دې په خوا به د جنوبي کوریا او د دې هیواد له خوا په گډه اداره کیده، د جنوبي کوریا کارکوونکي نه دي پرایښي.

د چهارشنبې په ورځ د جنوبي کوریا چارواکو وویل چې شمالي کوریا د کیاسونگ صنعي پارک ته د جنوبي کوریا کارکوونکي نه دي پرایښي. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې که څه هم د جنوبي کوریا کارکوونکي له دې ځایه څخه د وتلو اجازه لري، خو نوي کارکونکي دغه صنعی پارک ته نه شي ننوتلای.

په همدې حال کې د جنوبي کوریا د دفاع وزیر ویلي دي چې که شمالي کوریا له دې صنعتي پارک څخه د جنوبي کوریا د کارکوونکو د وتلو اجازه ورنه کړي او هغوی برمته کړي، نو دغه هیواد به د خپلو وگړو د ساتلو له پاره په پوځي اقداماتو لاس پوري کړي.

تر دې دمخه شمالي کوریا له خپل گاونډي هیواد جنوبي کوریا سره خپله یوازینۍ د رسمي اړیکې تلیفوني کرښه هم قطع کړې وه. د شمالي کوریا موضوع هغه وخت بیا شخړه ییزه شوه چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې دې هیواد خپله دریمه اتومي ازموینه ترسره کړه.

تر آزمويني وروسته ملگرو ملتونو پر دغه هیواد باندې خپل بندیزونه لا پسې سخت کړل چې له کبله یې د دې هیواد غوسه راوپاریده او امریکا، جاپان او جنوبي کوریا ته یې گواښونه وکړل.

د شمالي کوریا گواښه هغه وخت لا پسې سخت شول، چې امریکا او جنوبي کوریا گډي پوځي مانورې پيل شوې او امریکا په دغه مانورو کې داسې الوتکي هم شاملې کړې چې د اتومي بمونو د لیږدولو توان لري. تر دې وروسته شمالي کوریا اعلان وکړ چې اوس نو د حساب وخت رارسیدلی او ویویل چې په جاپان، ارام سمندر او جنوبي کوریا کې به د امریکا اډې په نخښه کړي.

امریکا د شمالي کوریا د دې گواښونو پر وړاندي غبرگون وښود او اعلان یې وکړ چې د دې هیواد د هر ډول بریدونو ځوابولو ته تیار دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، په واشنگټن کې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر سره تر لیدو وروسته د سه شنبې په ورځ وویل: «موږ په وروستیو څو ورځو کې د شمالي کوریا د دولت له خوا ډیر گواښونه اوریدلي دي. له دې کبله اجازه راکړئ چې ډیر واضیح خبرې وکړم. متحده ایالات به له خپل ځانه او خپل متحده جنوبي کوریا څخه دفاع وکړي. په همدې حال کې د جنوبي کوریا وزیر او زه پر دې خبرې باندې سره تفاهم لرو چې په کوریا کې باید سوله ټينگه وي او پکښې اتومي وسلې موجودې نه وي.»

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر هم له کیري سره تر لیدو وروسته وویل چې هیواد یې غواړي شمالي کوریا له خپل اتومي پروگرام څخه لاس واخلي. هغه زیاته کړه: «تر بل هر څه مخکې ما له ښاغلي وزیر سره د کوریا د حساس وضعیت په اړه خبرې وکړې. موږ د شمالي کوریا د اتومي آزموینو او د دې هیواد د گواښونو په اړه بحثونه وکړل. موږ په دې سره موافقه وکړه چې په خپل منځ کې امنیتي اړیکې لا پسې نزدې کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا او چین د دفاع وزیرانو هم د تلیفون پر کرښه د شمالي کوریا د وروستیو گواښونو په اړه خبري اترې کړې دي.

نړیوالي اندیښنې

د ملگرو ملتونو عمومي منشي د سه شنبې په ورځ وویل چې هغه د شمالي کوریا وروستیو فعالیتونو سخت اندیښمن کړی دی. هغه زیاته کړه: «زه ډیر اندیښمن یم. د ملگرو ملتونو د سرمنشي په توگه دا زما دنده ده چې د جگړې مخه ونیسم او سوله تعقیب کړم. دا هم زما دنده ده چې اعلان وکړم چې اوسنی کړکیچ ډیر پیچلی دی. اتومي گواښونه کومه لوبه نه ده.»

په همدې حال کې روسیې هم د کوریا د وضعیت د حساسیت په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده. د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ویلي دي چې اوس د شمالي کوریا اړیکې له جنوبي کوریا او متحده ایالاتو سره دومره حساسې شوې دي چې یوه اشتباه یا غلط فهمي هم کیدای شي چې د یوې لویې ستونزې د رامنځ ته کیدو لامل شي.

له بلې خوا استرالیا هم د شمالي کوریا د وروستیو گواښونو په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده او ویلي دي چې د دې هیواد پر وړاندې د لا سختو بندیزونو د وضع کولو په اړه فکر کوي.