1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا توغندی توغولي

afp۱۳۹۳ اسفند ۱۱, دوشنبه

شمالي کوريا د جنوبي کوريا او امريکا متحدو ايالاتو د گډو مانورونو سره سم د لنډ واټن دوه توغندي توغولي دي. ويل کيږي چي د «اسکاد» په نوم توغندی توغول سوي دي.

https://p.dw.com/p/1EjdE
انځور: REUTERS/KCNA

د دوشبنې په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ مياشتي ۲مه) د امريکا متحدو ايالاتو او جنوبي کوريا کلني پوځي مانورونه پيل سول. په دغو مانورونو کي ۲۰۰ زره د جنوبي کوريا عسکر او ۳۷۰۰ امریکايي عسکر برخه لري.

شمالي کوريا د امریکا او جنوبي کوريا ترمنځ دغه شان همکاري لمسونکې بولي او اوس ئې په اړه پوځي غبرگون ښوولی دئ.

د آلمان خبري آژانس د جنوبي کوريا د لوی درستيز په حواله ليکي چي شمالي کوريا زموږ له مانورونو سره سم د لنډ واټن ويشتونکي دوه «اسکاد» ډوله توغندي توغولي دي.

دغه دوه توغندي چي نزدې ۵۰۰ کيلومتره واټن ويشتلای سي د شمالي کوريا د لوېديځ له سواحلو فير سوي او تر ۴۹۰ کيلومتره واټن وهلو وروسته د جاپان په اوبو کي لگېدلي دي.

شمالي کوريا تر دې دمخه د امريکا متحدو ايالاتو او جنوبي کوريا د گډو مانورو په اړه سخته لهجه کارولې وه او دا کار ئې خصومتي بللی وو.

د شمالي کوريا رسنيو د دغه هيواد د پوځ په حواله ويلي دي چي په دغه هيواد کي حالت جنگ ته ورته دئ.

امریکا متحدو ايالاتو او جنوبي کوريا د شمالي کوريا هغه تورونه چي گويا په دې گډو مانورونو سره جنگ ته تياری نيسي، بې اساسه بللي او هغه ئې رد کړي دي.

د روان کال په جنورۍ مياشت کي شمالي کوريا اعلان کړی وو، چي که چيري امريکا متحد ايالات له جنوبي کوريا سره مانورونه بند کړي، دوی به د هسته يي وسلو له ازموينو څخه لاس واخلي.

واشنگټن بیا دغه وړانديز د شمالي کوريا له خوا د هسته يي ازموينو يو نوی گواښ وباله او هغه ئې رد کړ.

دا لومړی وار نه دی چي د پوځي مانورو په اړه د پونگ يانگ او سيول ترمنځ وضعيت خرابيږي. شمالي کوريا دوه کاله دمخه گواښ کړی وو، چي د دغه شان گډو مانورونو په غبرگون کي به د اتومي وسلو په کارلو لاس پوري کړي.