1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا امريکا په جنگ وگواښله

۱۳۹۱ شهریور ۵, یکشنبه

شمالي کوريا، د امريکا متحده ايالاتو او جنوبي کوريا ته د جنگ گواښ کړی دئ. امريکا او جنوبي کوريا په سيمه کي پوځي مانورې پيل کړی دي.

https://p.dw.com/p/15wwz
انځور: Reuters

شمالي کوريا ويلي دي، چي حتي که پر هيواد باندي ئې يوه مرمۍ هم ولگيږي دغه دواړه هيوادونه بايد پر يوه پراخ متقابل يرغل باندي حساب وکړي.

د شمالي کوريا مشر کيم جونگ اون، د امريکا د متحده ایالاتو او جنوبي کوريا د پوځي مانور په اړه ويلي دي:

«حتي که دښمنان زموږ د پاکي خوار پر خوا يوه مرمۍ هم وچلوي، نو د يوې متقابلې حملې له پاره به لښکر کشي وکړي.»

کيم جونگ اون چي د خپل پلار کيم جونگ ايل، تر مړني وروسته ئې د تير کال په ډسمبر کي د کمونيست گوند مشري پر خپله غاړه واخيسته زياته کړه:

«زموږ زړه ور پوځيان يوازي او يوازي له دښمن سره د مرگ او ژوند له پاره د مبارزې په خاطر، يوه پريکړنده فرمان ته په تمه دي.» هغه وويل د شمالي کوريا صبر يو «سرحد» لري.

د امريکا د متحده ايالاتو او جنوبي کوريا د پوځي مانورو په درشل کي، کيم جونگ اون د خپل هيواد د پوځ د يوې ټولۍ د لیدني پرمهال سخته وينا وکړه.

د دواړو هيوادونو امريکا او جنوبي کوريا پوځيانو خپل نظامي مانورې د تيري اوونۍ د دوشنبې په ورځ(د اگست ۲۰) باندي پيل کړل. دغه مانورې د جنوبي کوريا په پوځي سيمو کي تر سره کيږي.

د امريکا د پوځ د اعلام له مخي دغه مانورې چي د اگست د مياشتي تر پايه پوري به دوام وکړي، ۳۰ زرو امريکايي ځواکونو برخه پکښې اخيستې ده. د جنوبي کوريا خبري اژانسونه دغه راز په دغه مانورو د دغه هيواد د ۵۶ زرو پوځيانو يادونه کوي.

شمالي کوريا مدعي ده، چي اټومي وسلې په اختيار کي لري. کارپوهان په دې باور دي، چي تر دوو اټومي ازموينو وروسته چي يوه ئې په ۲۰۰۶ او بله ئې په ۲۰۰۹ کال کي ترسره کړه، دريمه اټومي ازموينه به هم وکړي.

غربي هيوادونو شمالي کوريا ته گواښ کړی دئ، چي که چيري ئې يوار بيا د اټومي وسلو ازموينه وکړه نو ډير سخت بنديزونه به ورباندي ولگوي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض