1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا اتومي جنجال رامنځ کړی دئ

عبدالباري حکيم (مارتين)۱۳۹۲ فروردین ۱۳, سه‌شنبه

له کلونو را په دې خوا شمالي کوريا له خپل اتومي پروگرام څخه د فشار د وسيلې په توگه کار اخلي او گواښونه کوي. خو امريکا نه غواړي چي هغه د اتومي قدرت په توگه وپيژني.

https://p.dw.com/p/188L3
North Korean leader Kim Jong-un presides over a plenary meeting of the Central Committee of the Workers' Party of Korea in Pyongyang March 31, 2013 in this picture released by the North's official KCNA news agency on April 1, 2013. REUTERS/KCNA (NORTH KOREA - Tags: POLITICS MILITARY) ATTENTION EDITORS � THIS PICTURE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. REUTERS IS UNABLE TO INDEPENDENTLY VERIFY THE AUTHENTICITY, CONTENT, LOCATION OR DATE OF THIS IMAGE. NO THIRD PARTY SALES. NOT FOR USE BY REUTERS THIRD PARTY DISTRIBUTORS. QUALITY FROM SOURCE. THIS PICTURE IS DISTRIBUTED EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS
Nordkorea Kim Jong-un Pyongyangانځور: Reuters

شمالي کوريا غواړي چي د خپلو اتومي بټيو يوه شخړه ييزه دستگاه بيرته په کار واچوي. د دغه هيواد دولتي ميديا د راپور له مخي د يونگباين د هستوي مرکز پنځه ميگاواټه اتومي بټۍ بايد په کار پيل وکړي.

د سه شنبه په ورځ په خپاره شوي راپور کي زياته شوي ده چي دغه دستگاه به د يورانيمو د غني کولو له پاره «اعياره او خپل فعاليت له سره پيل کوي.»

د شمالي کوريا د دغه نوي تصميم پر وړاندي واشنگتن له ستري انديښني سره غبرگون ښوولي. امريکا متحده ايالاتو په تيرو دوو لسيزو کي د شمالي کوريا له ټولو درو دولتي مشرانو سره پر دغي بټۍ باندي شخړه درلوده.

د متحده ايالاتو پخواني ولسمشر، بيل کلينتن په ۱۹۹۴کال کي د شمالي کوريا د دولت له مؤسس، دوهم کيم سونگ سره يو تبادله يي روغه جوړه وکړه. هغه دا چي: «شمالي کوريا به د اتومي وسلو جوړولو له پروگرام څخه لاس اخلي او په بدل کي به يې نړيواله ټولنه دغه هيواد ته د ملکي مقصدونو له پاره هغه دوې اتومي بټۍ ورکوي چي په اوبو سره يې سيستم سړيږي او په تخنيکي اصطلاح ورته «د سپکو اوبو اتومي بټۍ» ويل کيږي.

د متحده ايالاتو بل پخواني ولسمشر جورج دبيلو بوش چي په ۲۰۰۲کال يې شمالي کوريا د «شرارت د محور» په کتار کي نيولي وه په لومړي سر کي د دوهم کيم يونگ د رژيم پر ضد پر بنديزونو ټينگار درلود.

خو وروسته هغه د چين په مينځگړيتوب په ۲۰۰۳ کال د شمالي کوريا د گاوڼديو دولتونو د شپږ اړخيزو خبرواترو د ستراتيژي لاره غوره کړه ترڅو د شمالي کوريا اتومي پروگرام تر کنترول لاندي راوستل شي.

خو د متحده ايالاتو اوسني ولسمشر، بارک اوباما چي د شمالي کوريا له نوي او ځوان ولسمشر کيم يونگ اون سره سر و کار لري پر دې ټنيگار کوي چي بايد پر شمالي کوريا بايد فشار ته دوام ورکړل شي او دې ته وهڅول شي چي له خپل اتومي پروگرام څخه لاس واخلي.

رښتيا هم شمالي کوريا ډيره موده واشنگتن دې باور ته نژدې کړي وو چي شمالي کوريا له خپل هستوي پروگرام څخه لاس اخلي. خو په دي مينځ کي پيونگ يانگ له دي تکتيک څخه مخ اړولي دي.

د يو اتمي قدرت په توگه پيژندل

د ۲۰۱۱ کال په دسمبر کي د دوهم کيم يونگ تر مړيني وروسته شمالي کوريا په خپل اساسي قانون کي خپل ځان د يو اتومي قدرت په توگه درج کړ. په دې وروستيو وختو کي د نوموړي هيواد د واکمن کارگر گوند مرکزي کميتي پريکړه وکړه چي اتومي وسلو ته له کيفي او کمي لحاظه وده ورکړل شي او تر هغه پوري چي په نړي کي «امپريالستان او هستوي گواښونه موجود وي له دغو وسلو څخه دي هيڅ کله لاس وانخيستل شي.» د هغي کميتي په پريکړه کي وړاندي راغلي دي چي :« په اتمي وسلي به هيڅکله معامله ونه شي، حتي په ميلياردو ډالرو هم.»

دوه نور مهم دلايل موجود دي چي ولي شمالي کوريا له اتومي بمونو څخه لاس نه اخلي. يو دا چي اتومي وسلي د شمالي کوريا د پوځ له پاره چي د کيم کورني د هغه په زور خپلي واکمني ته دوام ورکوي، د متعارفو وسلو له پاره ډيره ښه بديل دي.

د متعارفو وسلو د عصري کولو له پاره شمالي کوريا پيسي نه لري. له بلي خوا د اتومي وسلو له لاري شمالي کوريا غواړي چي په خپل هيواد کي د وطن پالني احساس غښتلی کړي.

په عين سويه خبري اتري

شمالي کوريا غواړي چي د کوريا د جگړي څخه ۶۰ کاله وروسته د خپل اتومي قدرت په زور امريکا متحده ايالات د سولي يو تړون ته مجبوره کړي. شمالي کوريا غواړي چي واشنگتن د هغوی هيواد ته د يو اتومي قدرت په سترگه وگوري او په عين سويه ورسره خبرو اترو ته کښېني. له شنبې ورځي راهيسي د کيم رژيم له جنوبي کوريا سره د اوربند تړون ته شا واړوله.

په سيمه کي د نوو واقعيتونو سره سره، واشنگتن پر خپلي پخوانۍ ستراتيژۍ ټينگ ولاړ دی. هغه دا چي سخت اقتصادي بنديزونه او د پوځي زور ښکاره کول د پيونگ يانگ رژيم بايد د سولي د خبرو اترو ميز ته مجبوره کړي.

د مخنيوي پر ستراتيژي د امريکا ټينگار

خو په عين وخت کي امريکا او د هغه متحده جنوبي کوريا دواړه د تاوتريخوالي د ميچن تاوولو ته دوام ورکوي. په جنوبي کوريا کي د پوځي آزموينو په ترڅ کي د دوو امريکايي الوتکو چي په اتومي وسلو د سمباليدو وړتيا لري شمالي کوريا ته د کوريا د جگړي خپسکه راويښوي.

په هغه وخت کي امريکايي جنرال ميک ارتور په کښته ارتفاع کي د اوږد واټنه بم غورځونکي الوتکي والوزولې ترڅو په شمالي کوريا کي ويره او انديښنه خپره کړي چي گويا اتومي بمونه غورځوي.

په اتمي وسلو سمبال د پوځي قدرت ښکارولو سره په حقيقت کي ولسمشر بارک اوباما د شمالي کوريا د واکمن کيم يونگ اون ملا نوره هم ټينگوي، ځکه هغه واشنگتن په دې تورنوي چي د يوه اتومي جنگ له پاره لمسونه کوي.

له شمالي کوريا څخه غبرگونونه داسي ښيي چي د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشرانو، کلينتن، بوش او اوباما دا ستراتيژي چي له شمالي کوريا څخه بمونه واخلي، له ناکامي سره مخامخه شوې ده.