شمالي وزیرستان: د بې پیلوټه الوتکې برید درې تنه وژلي دي
۱۳۹۱ مهر ۱, شنبهاعلان
د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې تنه وژل شوي دي. دغه خبر د پاکستان امنیتي چارواکو ورکړی دئ. دغه پیښه د شمالي وزیرستان د دته خیل، په سیمه کې رامنځ ته شوې ده کومه چې د طالبانو او القاعدې د مهم سنگر په توگه یادیږي.
د پاکستان د امنیتي چارواکي په وینا امریکایي بې پیلوټه الوتکې پر یوه موټر باندې دوه توغندي توغولي دي. نوموړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په عاجله توگه د وژل شوو یاغیانو هویت نه دئ معلوم شوی خو دغه سیمه د طالبانو د ځایي قوماندان گل بهادر، د وسله والو تر لاس لاندې ده. یوه بل تن امنیتي چارواکي ویلي دي چې د دوی د رپوټونو پر اساس په دغه برید کې د گل بهادر د ډلې دوه تنه یاغیان وژل شوي دي.