شمالي او جنوبي کوريا هیوادونه سره نژدې کیږي
۱۳۹۶ دی ۱۳, چهارشنبهد شمالي او جنوبي کورياوو ترمنځ له تقریباً دوو کلونو راهیسي ټوله ارتباطات قطع ول. خو نن یې د اروپا پر وخت د سهار د اوه نیمي بجو په شاوخوا کي دواړو هيوادونو شل دقيقې تلیفوني خبري کړي دي. دغه خبره د جنوبي کوريا د بیرته یووالي وزارت یوه استازي د فرانسې خبري آژانس AFP ته وکړه. خو د نورو جزیاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړل سوي.
ویل کیږي چي د تلیفوني خبرو په جریان کي جنوبي کوريا د راتلونکي سه شنبې ورځي له پاره له شمالي کوريا سره په لوړه سویه خبرو وړانديز کړی دی. شمالي کوريا یې په جواب کي ویلي دي چي غواړي له جنوبي کوريا سره بیرته مخابراتي کانال پرانیزي. دغه کانال د۲۰۱۶م کال په اپریل میاشت کي قطع سوی وو.
شمالي کوريا غواړي په المپیک سياليو کي گډون وکړي
د سيؤل د معلوماتو پراساس په دغو خبرو کي به په جنوبي کوريا کي جوړېدونکي د المپيک دوبنۍ مسابقو کي د شمالي کوريا د ممکنه گډون پر موضوع بحث وسي، خو پر نورو دوه اړخیزو مناسباتو باندي هم.
د المپیک دوبنۍ مسابقې په راتلونکي فبروري میاشت کي د جنوبي کوريا په پیونگ شانگ کي دایریږي. تر دې دمخه د شمالي کوريا رهبر کیم یونگ اون د نوي عیسوي کال په مناسبت وینا کي له جنوبي کوريا سره د خبرو اترو پیغام ورکړی وو.
د چین عکس العمل
په همدي حال کي د چین خارجه وزارت د تلیفوني اړیکو د بیرته پرانیستلو هرکلئ کړی دی او د دواړو خواوو د هڅو ملاتړ کوي، ترڅو د المپیک مسابقو ترمخه یې مناسبات عادي سي.
زموږ له آرشیف څخه:(10.07.2017)