1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي افریقا د اسلامي دولت د ترهگرو لومړی انگړ

۱۳۹۴ تیر ۲۳, سه‌شنبه

لیبیا ورځ تر بلې په کورنۍ جگړه کې ډوبیږي. بیلتون لیبیا گواښي او د اسلامي دولت ډله په سیمه کې د پراخیدو په حال کې ده. له دې کبله امریکا غواړي چې د لیبیا پر پوله بې پیلوټه الوتکې ځای پر ځای کړي.

https://p.dw.com/p/1FyMj
Libyen Islamisten Demo in Bengasi 31.10.2014
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hannon

لیبیا ورځ تر بلې په گډوډیو او تاوتریخوالي کې ډوبیږي. د بیلابیلو ښارونو او قبیلو ملیشې د یو بل پر وړاندې جنگیږي. دا چې په دغه هیواد کې وضعیت څومره خراب دی، له دې خبرې څرگندیږي چې په لیبیا کې همدا اوس دوه سیال پارلمانونه شتون لري. اسلامپاله یاغیان د ۲۰۱۴ کال د اگست میاشتې راهیسې په طرابلس کې واکمني کوي او په نړیواله توگه په رسمیت پیژندل شوی پارلمان دې ته اړ ایستل شوې چې د طبرق ښار ته وکوچیږي.

د دې واقعیت سره سره چې د دغه هیواد مخکښو استازو د ملگرو ملتونو په منځگړتوب د سولې د یوه نوي تړون په هکله توافق وکړ او دې کار په طرابلس کې پر اسلامپاله حکومت باندې فشار زیات کړ خو د مرکزي مشرتابه کمښت د دې سبب شوی چې لیبیا د افراطيت پر لور روانه شي.

د آلمان د ماینڅ په پوهنتون کې د عربي نړۍ په هکله د څیړونو له مرکز څخه پروفیسر گونتر ماییر په دې هکله وایی: «دغسې وضعیت په اصطلاح اسلامي دولت ته دا چانس برابر کړی دی چې خپل نفوذ پراخه کړي.»

له دې کبله امریکا متحده ایالات غواړي چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد خپله مبارزه له بې پيلوټه الوتکو سره لیبیا ته هم وغځوي.

په لیبیا کې د افراطي ډلې اسلامي دولت د بریاوو لړۍ د ۲۰۱۴م کال د اکتوبر په میاشت کې په درنه ولایت کې پیل شوه. د منځني ختیځ د چارو کارپوه گونتر مایر وایي: «د پخواني ولسمشر معمرالقذافي د واکمنۍ پر مهال دغه ځای د تندلارو اسلامپالو پوخ سنگر گڼل کیده.»

هغه زیاتوي چې همداشان د قذافي پلرنی ټاټوبی سرت او صبراته چې د تونس له پولې څخه ډیر وړاندې نه دي هم د اسلامپالو له لوري ونیول شول. تر هغه وروسته په لیبیا کې د ډیر شمیر بریدونو او د ۲۱ قبطي مسیحانو د سرونو پریکولو له پاره د اسلامي دولت ډله گرمه بلل شوې ده. په لیبیا کې د اسلامي دولت پلویانو لویه برخه په خپله په سوریه او عراق کې جنگیدلي دي. د نوموړي کارپوه په وینا هغوی اوس بیرته راغلي دي او په لیبیا کې د ترهگرو اصله برخه شمیرل کیږي.

ډیری کسان چې په لیبیا کې د افراطي ډلې اسلامي دولت تر بیرغ لاندې جنگیږي د تندلارې ډلې «انصارالشرعیه» سره تړاو لري. د مایر په وینا له اسلامي دولت ډلې سره د یو ځای کیدو لړۍ همداسې ادامه لري. هغه وایي چې لیبیا د شمالي افریقا له پاره د ترهگرو په دهیلز اوړي او په دې ډول ټول مغرب ته گواښ دی.

په لیبیا کې د افراطي ډلې اسلامي دولت د بریاوو لړۍ د ۲۰۱۴م کال د اکتوبر په میاشت کې په درنه ولایت کې پیل شوه.
په لیبیا کې د افراطي ډلې اسلامي دولت د بریاوو لړۍ د ۲۰۱۴م کال د اکتوبر په میاشت کې په درنه ولایت کې پیل شوه.

دغې ډلې د هیواد په ختیځ کې هغه پوځي اډې نیولي دي چې د قذافي تر واکمنۍ لاندې لا هم فعاله وې او اوس یې نوې مرکزونه جوړ کړي دي. مایر زیاتوي: «همداشان د جنګیالیو جذبول، روزنه او د لیبیا له لارې د وسلو قاچاق ادامه لري.»

دا ځکه چې د گاونډیو هیوادونو سره پوله پرانیستې ده. له دې کبله د تونس لومړي وزیر حبیب الصید، په سوسه کې د ترهگریز برید وروسته اعلان وکړ چې غواړي له لیبیا سره د ۱۶۸ کیلومترو په اوږدوالي پوله باندې حفاظتي کټارې ولگوي تر څو له ترهگرو څخه خپل هیواد خوندي وساتي. پر دې سربیره دغه دیوال به له تونس څخه د اسلامي دولت، د خواخوږو د تگ په مخنیوي کې مرسته وکړي. د اسلامي دولت د بهرنیو جنگیالیو لوی شمیر له تونس هیواد سره تړاو درلودونکي کسان جوړوي. په سوسه کې برید کوونکی هم له اسلامي دولت سره یو ځای شوی وو او د لیبیا په یوه کمپ کې یې روزنه لیدلې وه. هغه د سوسه په برید کې ۳۹ تنه ووژل.

د اسلامي دولت ډلې په لیکو کې ډیر شمیر تونسي وگړي هم شامل خو هغوی په خپل هیواد کې کوم قوي اساس نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت مشرتابه غواړي چې دغه وضعیت ته بدلون ورکړي او داسې بریښي چې دغه ترهگر سازمان دې پر دې بریالی شوې وي چې د نورو تندلارو ډلو سره د سیالۍ په جگړه کې تل له گاونډیو هیوادونو څخه ډیر جنگیالي خپلو لیکو ته راجذب کړي.

د الجزایر د «جندالخلیفه» ډله له القاعدې ترهگرې شبکې څخه جلا شوه او د اسلامي دولت ډلې د مشر ابوبکر البغدادي سره یې بیعت وکړ. گونتر مایر وایي: «په مراکش کې هم دا خطر موجود دی چې اسلامي دولت ډله دغه هیواد کې قدم کښیږدي.»

د اسلامي دولت پر ضد د مبارزې پراخول؟

د وال سټریټ ژورنال د رپوټ له مخې امریکا متحده ایالاتو د لیبیا پولې ته څیرمه د بې پیلوټه الوتکو یوه اډه جوړول غواړي ترڅو په مغرب کې د اسلامي دولت افراطي ډلې د پراخیدو مخنیوی وشي. په دغه رپوټ کې چې د جگپوړو حکومتي استازو له قوله ورکړل شوی راغلي دي چې متحده ایالات غواړي چې له دې سره په لیبیا کې د نوموړې افراطي ډلې د فعالیتونو په هکله ځان خبر کړي.

په دغه رپوټ کې دا هم راغلي دي چې د بې پیلوټه الوتکو په واسطه د بریدونو تر سره کیدل هم نه دي رد شوي. په دې ترتیب به متحده ایالات د اسلامي دولت ډلې پر ضد مبارزه پراخه کړي. د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ یو نړیوال پوځي ائتلاف همدا اوس هم په سوریې او عراق کې د نوموړې ډلې پر ضد هوایي بمباري کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب