1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي افريکا ته د امريکې د بهرنيو چارو وزيري رايس د سفر پايلې

۱۳۸۷ شهریور ۱۸, دوشنبه

رايس د لوېديځ رېګستان پر کړکېچ، د ترهګرۍ پر ضد جګړې، او د سياسي ريفورمونو پر موضوع خبري اتري تر سره کړې.

https://p.dw.com/p/FDW7
مېرمن رايس په ليبيا کې
مېرمن رايس په ليبيا کېانځور: AP

لوېديځي افريکا ته د مغرب لغت هم کارول کيږي. د امريکا د بهرنيو چاره وزيره پدغه سيمه کي د ترګرو په هکله اندېښمنه ده. دغه کال په الجزاير کي يو سل او يوولس انسانان د ترهګرو بريدونو په ترڅ کي ووژل سول.
د مېرمنې رايس د سفر پر وخت سخت امنيتي ګامونه پورته کړل سوي وه. د مراکش پوليسو د رايس د سفر څخه لږ وخت تر مخه دېرش ډلګۍ پدې تور ونيولې، چي تره ګر بريدونه يې په پام کي درلودل. ددې څخه تر مخه چي رايس د مراکش ربات ښار ته ننوزي، په ساعتونو ساعتونو د وزارت خارجه دفتر د سپيانو لخوا کنټرول سو، چي هلته خو به کوم چاودېدونکي مواد نه وي پټ کړل سوي. و لوېديځه افريکا ته د رايس سفر په ربات کي پای ته ورسېدی.
کونډوليسا رايس د خپل سفر په وروستۍ ورځ په ربات کي وويل:

زما لپاره د سفر پای ته رسولو تر ټولو ښه ځای همدغه هيواد دی، کوم چي دلسيزو راپدېخوا د امريکا يو ټينګ ملګری دی.

مراکش په هغو کمو مسلمان هيوادونو کي راځي کوم چي د امريکا سره ډيري ښه اړيکي لري
مراکش په هغو کمو مسلمان هيوادونو کي راځي کوم چي د امريکا سره ډيري ښه اړيکي لريانځور: dpa

د مراکش هيواد هر کال د واشنګټن څخه يو سل او شل مليونه ډالره مرسته تر لاسه کوي. امريکا د ربات تر څنګ د تيونس او الجزاير سره هم ښۍ فوځي اړيکي لري. د ليبيا سره هم د امريکې د متحده ايالتونو اړيکي مخ په سمېدو دي. داخبره څرګنده ده چي امريکا ولي پدغه سيمه کي دومره دلچسپي ښيي. رايس پدې هکله وايي:

داخبره څرګنده ده چي دلته د تره ګرۍ ستونزه شتون لري. له همدې وجې پدغه سيمه کي داسي ملګرو ته اړتيا سته چي د امريکا سره ګډ کار وکړي.

په لوېديځه افريکايي هيوادونو کي اقتصادي حالت نه دی سم. د دغي سيمي هيوادونه پدې کي نه دي توانېدلي چي خپل اقتصادي حالت بهتره کړي. او هغه پداسي حال کي چي د توندلاريتوب تر ټولو ستره وجه غربت او مسکيني ده. امريکا دغه څخه بيريږي چي په دغو هيوادونو کي هم و سوډان ته ورته حالات رامنځ ته نه سي او دغه هيوادنه هم د تره ګرو لپاره ځالي ونه ګرځي. همدا وجه ده چي امريکا کوښښ کوي چي د لوېديځ رېګستان هغه ستونزه حل کړي چي د ديرشو کلونو څخه زيات وخت په سويلي مراکش کي رامنځ ته سوېده. ددغي ستونزي په هکله رايس وويل: د لوېديځ ريګستان موضوع هم مطرح ده. او موږ پدې خوښ يو چي دواړه اړخونه به د ستونزي د هوارۍ او د يوه تړون لپاره هلي ځلي کوي.

دا چي امريکا د مراکش څخه د بېل سوي ريګستان په هکله کوم حل خوښوي، رايس څرګنده نه کړه. خو رايس په ډاګه د لوېديځي افريکا هيوادونو ته وويل چي د خپلو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو د هواري لپاره دغه هيوادونه اړ دي چي سياسي او ټولنيز ريفورمونه منځ ته راوړي او دا چي دغه هيوادونه بايد ګډ کار وکړي. يوه ښه بېلګه د مراکش ده، چيري چي د پاچهۍ په سيسټم کي حزب اختلاف ته ځای ورکړل سوی دی او په نسبي ډول د ښځو د حقوقو وضع هم ښه ده.
په مراکش کي اقتصادي وضع مخ په ښه کېدو ده او دلته بندرونه، فابريکې او د سېلانيانو لپاره ځايونه جوړکړل سوي دي او يا مخ په وده دي.