1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شل کاله د مخه په همدې ورځ په شرقي آلمان کي آزاده اولسي شورا وټاکل سوه

۱۳۸۹ فروردین ۱۶, دوشنبه

کله چي د لومړي ځل لپاره د هغه وخت په شرقي المان کي يو آزاد ټاکل سوي پارلمان خپل کار پيل کړی، نو د شرقي المان د اولسي جرګې ټوله غړي پدې ښه پوه ول، چي خلک څه غواړي...

https://p.dw.com/p/MnNx
د ختيځ المان پدغه لومړي پارلمان کي ګڼ شمېر ګوندونو خپل استازي درلودل
د ختيځ المان پدغه لومړي پارلمان کي ګڼ شمېر ګوندونو خپل استازي درلودلانځور: picture alliance/ dpa

د شرقي المان خلکو غوښتل، چي شرقي المان او غربي المان بېرته سره يو ځای سي. د هغه وخت د پارلمان مشره زابينه بېرګمان پول وايي:

«اولس د ختيځ او لوېديځ المان بيرته سره يو ځای کېدل غوښتل او د دې پرته بله کومه لاره هم نه ول. ولي، چي د ختيځ المان اقتصاد له مځکه وهل سوی و.»

د پارلمان د کار د پيلېدو وروسته د هغه وخت لومړي وزير لوتار دې ماڅيير د خپل حکومت په اعلاميه کي د اولس دا غوښتنه هم تکرار کړه، چي د ختيځ المان خلک به د يو ځای کيدو وروسته هم خپل ځانګړی هويت او ارزښتونه وساتي:

«موږ د يو والي له لاري د لسيزو خپلي هغه تجربې هم شريک و، چي موږ د نورو شرقي اروپايي هيوادونو سره کړي دي. موږ به د يو والي له لاري د اجتماعي عدالت، زغم او د ملګرتيا ارزښتونه هم شريک کړو. موږ به خپل هغه تجربې هم شريکي کړو، چي د زغملو او ځان عيارولو تر منځ مو کړي دي. موږ و يووالي ته خپل هويت او خپل کرامت ورکوؤ. زموږ هويت زموږ د کتلور او تاريخ سره تړلی دی، چي پکښي زموږ لاس ته راوړني او زموږ ناکامۍ زموږ ايډياله او زموږ ربړي هم شاملي دي. او د ځان په هکله په آزاده توګه تصميم نيول زموږ پت دی.»

دا لومړی ځل ؤ، چي په ختيځ المان کي په حقيقي مانا سره يو پارلمان منځ ته راغلی ؤ، چي واکمن ؤ، او نه دا چي شتون يې يوازي د کاغذ پر مخ وي. همدا ؤ چي د اولس استازو د لومړي ځل لپاره يو چانس تر لاسه کړی، چي د خپل اولس هيلي او ارمانونه پلي کړي، بېله دې چي و ګواښل سي.

د هغه وخت د پارلمان مشره زابينه بيرګمان پول
د هغه وخت د پارلمان مشره زابينه بيرګمان پولانځور: picture alliance/ dpa

د ختيځ المان پدغه لومړي پارلمان کي ګڼ شمېر ګوندونو خپل استازي درلودل، چي پکښي د مسيحي ډيموکراټ ګوند، سوسيال ډيموکراټ ګوند، مسيحي سوڅيال ګوند، زرغون ګوند او د سوڅياليزم آزاد ګوند غړي شامل ول. هيڅکله د دومره بېلا بيلو ګوندونو نظرونه او آندونه د ختيځ المان په پارلمان کي نه وه سره مخامخ سوي لکه دغه وار. د هغه وخت د پارلمان مشره زابينه بېرګمان پول وايي:

«معلومه خبره ده، چي نظرونه بېلابيل وه. هغه استازي چي د زرغون ګوند سره يې تړاو درلودی هغوی د يوه ريفورم سوي ختيځ المان هيله درلوده. د المان د سوسياليزم ګوند بيا غوښتل، چي پر تير وخت دي سترګي پټي کړل سي. خو نورو ټولو ګوندونو بيا د ختيځ او لوېديځ المان يو ځای کېدل غوښتل او ددغه کار لپاره قانوني لاره هم هواره سوې ول. له بلي خوا د اولس هيلي او آرزوګاني ددغه کار سره تړلي وې.»

د ختيځ په دغه اولسي جرګه کي د يوې مخفي رايې اچونې په ترڅ کي د مسيحي ډيموکراټ ګوند مشر لوتار دې ماڅيير د ختيځ المان د لومړي وزير په توګه وټاکل سو. پدې ترڅ کي يوداسي مخلوط حکومت منځ ته راغلی، چي مسيحي ډيموکراټ ګوند او دسوسيال ډيموکراټ ګوندونو تر څنګ بعضي آزاد استازي هم شامل ول.

دا پداسي حال کي، چي که مسيحي ډيموکراټ ګوند غوښتي وای نو يوازي يې د المان د آزاد ډيموکراټ ګوند سره هم حکومت جوړولای سوای. زابينه بېرګمان پول هم د حکومت جوړونې په پروسه کي شريکه وه:

د اولسي پارلمان غونډه
د اولسي پارلمان غونډهانځور: cc-by-sa/Bundesarchiv

«موږ غوښتل چي د قوانينو د تصويب لپاره يو پياوړی ايتلاف ولرو. دغه يوه ډېره مهمه او ستونزمنه پروسه ول، چي زما په آند په همدې وجي د سوسيال ډيموکراټ او آزاد ډيموکراټ ګوندونه سره مخلوط حکومت جوړ کړل سو.»

د ختيځ المان د لومړي ډيموکراټ پارلمان په لومړيو پنځو مياشتو کي د شرقي او غربي المان د يو ځای کېدو لپار قانوني لاره هواره کړل سوه، او هغه پداسي حال کي چي د پخوا په څير د يو ګوندي نظام د مشر د زورواکۍ څخه په امان ؤ.

Hellfeld, Matthias/ احمد ولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل