شریف له غني څخه خپل ملاتړ څرگند کړ
۱۳۹۳ آبان ۲۴, شنبهکابل او اسلام آباد یو پر بل باندې یاغیانو ته د پناه ورکولو تورونه لگوي. افغانستان ادعا کوي چې د طالبانو ډیر شمیر مشران په پاکستان کې میشت دي او له همدې هیواده پر افغانستان باندې بریدونه پلانوي خو پاکستان بیا دغه خبره ناسمه بولي او وایي چې د پاکستاني طالبانو یو مشر په افغانستان کې میشت دی. د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې د ولسمشر کرزي د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې ډیرې ترینگلې شوې وې.
نوی افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر په توگه خپل دریم سفر تر سعودي عربستان او چین وروسته پاکستان ته وکړ ترڅو پر امنیتي او اقتصادي موضوعگانو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.
غني او شریف د شنبې په ورځ (د نوامبر ۱۵مه) په اسلام آباد کې په یوه گډ خبري کنفرانس کې څرگند شول. د دواړو مشرانو له خبرو داسې څرگندیده چې هغوی د اړیکو د ښه کولو هڅې کوي. غني په دې کنفرانس کې وویل: «موږ د تیرو ۱۳ کلونو له خنډونو څخه په تیرو درو ورځو کې تیر شو. موږ به تیر شوي وخت ته اجازه ور نه کړو چې راتلونکې مو خرابه کړي.»
شریف هم په خپلو خبرو کې ولسمشر غني ته د «گران ورور» خطاب وکړ او ویې ویل چې افغانستان او پاکستان د واټنونو د نښلولو او تجارت د ډیرولو په برخو کې تړونونو لاسلیک کړي دي. هغه زیاته کړه چې د سرحدي دفاع د څیړنې، په دفاعي او د انرژۍ په برخو کې هم د همکارۍ پر سر موافقې رامنځ ته شوې دي.
شریف وویل: «زموږ امنیت او د راتلونکي هوسايي یو له بل سره تړلې دي. ما یو ځل بیا د پخلاينې له یوه بین الافغاني بهیر څخه چې دولت یې په لاره اچوي، د پاکستان ملاتړ څرگند کړ.»
افغان حکومت له څو کلونو راهیسې له طالبانو سره د سولې کولو هڅې کوي خو تر اوسه پورې دغو هڅو کومه پایله نه ده لرلې. دا په داسې حال کې ده چې د روان مېلادي کال تر پایه پورې به د پلان له مخې ټول بهرني جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځې او د دې هیواد امنیتي مسوولیتونه به افغانانو ته وسپاري.
داسې ښکاري چې ولسمشر غني غواړي په سیمه ییز ډول د طالبانو له ستونزې سره برخورد وکړي. هغه تر دې مخکې چین ته د خپل سفر پر مهال پر طالبانو باندې غږ کړی وو چې د سولې له بهیر سره یوځای شي. په همدې سفر کې چین هم ویلي وو چې د افغانستان د سولې له بهیر سره به مرسته وکړي.