1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو وژنه او ورسره سوله په عین وخت کې شونې نه دي»

آژانسونه/ جمشسید فیاض۱۳۹۴ آبان ۲, شنبه

نواز شریف وایې چې ولسمشر غني ته يې ویلي چې هیواد یې چمتو دی د سولې خبرو اترو بیا پیلیدو ته زمینه برابره کړي، خو داسې نه شي کیدای چې په عین وخت کې دې له دغه هیواد څخه د طالبانو د وژلو غوښتنه هم وشي.

https://p.dw.com/p/1GtZK
انځور: Getty Images/S. Gallup

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، دغه څرګندونې په واشنګټن کې له خپل امریکایي سیال بارک اوباما سره تر لیدو وروسته کړي دي. هغه د خپلو دغو خبرو په اړه نور جزئیات ور نه کړل، خو کیدای شي له دې سره یې د امریکا متحده ایالاتو هغې غوښتنې ته اشاره کړي وي چې له مخې یې باید پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.

د اوباما د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې امریکا متحده ایالاتو د پاکستان د هغو هڅو قدرداني کړې ده چې غواړې د افغان حکومت په مشري د سولې خبرې اترې یو ځل بیا پیل شي، خو دغه چارواکي په عین حال کې ویلي دي چې «امریکا تل پر دې موضوع باندې ټینګار کوي چې یوازې وژل او یا هم یوازې خبرې اترې د منلو وړ نه ده».

دې چارواکې زیاته کړې ده: «یو بریالی سیاسي بهیر پر هغو کسانو باندې دوامداره فشار ته اړتیا لري چې غواړي د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالي وکړي. په عین حال کې باید د دې هڅه هم وشي چې دولت خپلو اهدافو ته ورسیږي.»

د رویترز خبري آژانس د دغه امریکايي چارواکې خبرې د هغه د نوم د نه بربنډولو په شرط خپرې کړې دي چې په کې زیاته شوې ده: «موږ پاکستان دې ته هڅوو چې په دې هیواد کې د حقاني شبکې په ګډون د طالبانو پر وړاندې په اقداماتو لاس پورې کړي. دغه هیواد باید دا کار د سولې خبرو اترو څخه د ملاتړ د یوې وسیلې په توګه ترسره کړي.»

چارواکي په عین حال کې روښانه کړې ده چې امریکا له پاکستاني چارواکو څخه غوښتی چې په خپله خاوره کې د امریکایي ځواکونو پر ضد د پلانیدونکو بریدونو مخه هم ونیشي. چارواکي ویلي دي: «موږ په دې باور یو چې د حقاني شبکې په ګډون پر طالبانو باندې د پاکستان فشار په دې برخه کې کلیدي اهمیت لري، چې د دغې ډلې له مشرۍ سره په دې اړه پوښتنې پیدا شي چې د خپل پوځي کمپاین له لارې خپلو سیاسي اهدافو ته نه شي رسیدالی.»

دې امریکایي چارواکي ویلي دي چې هیواد یې د پاکستان د هغې ژمنې هرکلی کړی دی چې غواړې د حقاني شبکې په ګډون د ټولو یاغي ډلو پر ضد مبارزه وکړي. دغه ژمنه د پنجشنبې په ورځ د امریکا او پاکستان په یوه ګډه بیانیه کې راغلې ده. د حقاني شبکه چې د پاکستان استخباراتي سازمان ته نزدې بلل کیږي په افغانستان کې فعالیت کوي او تر اوسه پورې یې د امریکایي ځواکونو پر ضد څو وارې خونړي بریدونه کړي دي.

پاکستان او امریکا متحده ایالاتو په خپلې ګډې بیانیه کې د افغانستان د سولې له بهیر څخه یو ځل بیا خپل ملاتړ اعلان کړی دی او پر طالبانو یې غږ کړی چې له افغان حکومت سره په مستقیم ډول په خبرو اترو کې ښکیل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب