1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شريف په واشنګټن کي پر افغانستان هم خبري وکړې

شامل شمس۱۳۹۴ آبان ۲۹, جمعه

د پاکستان لوی درستيز په واشنګټن کي د نورو امريکايي چارواکو تر څنګ د مرستيال ولسمشر او د بهرنيو چارو د وزير سره وليدل. د افغانستان د سولي په تړاو خبري هم د ملاقاتونو يوه موضوع وه.

https://p.dw.com/p/1H9IO
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان لوی درستيز جنرال راحېل شريف د نوامبر په ۱۵مه نېټه په پنځه ورځني سفر و واشنګټن ته ورسېد. دا د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د اکتوبر په مياشته کي و واشنګټن ته سفر کړی ؤ.

بعضي راپورونه وايي چي راحېل شريف د واشنګټن له خوا نه ؤ بلل سوی بلکه د پخپله د دغه سفر غوښتنه کړې وه. د امريکا د متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزارت يو وياند د نوامبر په ۱۲ و رسنيو ته وويل: «لوی درستيز جنرال راحېل شريف په خپله غوښتنه و واشنګټن ته سفر کوي او د امريکا د متحده ايالاتو د دفاعي چارو د وزارت چارواکي د نوموړي سره د هغه په هيله ملاقات کوي.»

«بې فايدې سفر»

اسلام آباد مېشته ژورنالست عبدل آغا وايي چي راحېل شريف بايد امریکا ته په يو «بې فايدې سفر» خپل وخت ضايع نه کړي. د دغه ژورنالست په وينا راحېل شريف بايد په پاکستان پاته سي او په دغه هيواد کي د افراطي اسلامپالنې پر ضد مبارزه وکړي.

عبدل آغا د آلمان وږغ ډويچه وېله سره په خبرو کي زياته کړه: «د هغه (راحېل شريف) آمر، لومړي وزير نواز شريف به ورته ويلي وي چي امريکا څه دول غوښتني درلودې. نو پوښتنه دا ده چي جنرال صاحب ته بيا هم ولي دا هيله ورپيدا سوه چي واشنګټن ته سفر وکړي.»

د بې باورۍ تاریخ

جنرال راحېل شريف د هغه باوجوده چي واشنګټن نه ؤ دعوت کړی، بيا هم د ډيرو لوړ پوړو امریکايي چارواکو سره وليدل. نوموړي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزیر جان کېري او د ولسمشر د مرستيال جو بايډن سره جلا جلا ملاقاتونه وکړل.

جان کېري د راحېل شريف سره د خبرو پر وخت پر امنيتي موضوعاتو بحث وکړ. کېري پر دغو موضوعاتو د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف سره هم خبري کړي وې. د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند د دغه ملاقات په هکله وويل: «د جنرل شريف سره ملاقات د پاکستاني چارواکو سره زموږ د ملاقاتونو او سلامشورو يوه برخه وه. موږ خپل دوه اړخيزه دفاعي او امنيتي اړیکي ستايو.» خو وياند په دقيقه توګه څرګنده نه کړه چي کوم مشخص موضوعات په دغه ملاقات کي تر بحث لاندي ونيول سول.

خو په امريکايي چارواکو کي د پاکستان به تړاو بې باورې اوږد تاريخ لري. امريکايي چارواکي فکر کوي چي پاکستان نه يوازي دا چي د حقاني شبکې پر ضد په سمه توګه اقدام نه کوي بلکه اوس هم په افغانستان کي د محمد اشرف غني د حکومت د کمزوره کولو له پاره د طالبانو ملاتړ کوي.

د افغانستان د سولي خبري اتري

د پاکستان لوی درستيز چي ورسره د پاکستاني نظامي کسانو تر څنګ پاکستاني ژورنالستان هم په پلاوي کي شامل دی، په سپينه ماڼۍ کي يې د امريکا د مرستيال ولسمشر جوبايډن سره ملاقات وکړ.د پاکستان د پوځ د انټرنټ پاڼي په وينا راحېل شريف د متحده ايالاتو د مرستيال ولسمشر جو بايډن سره د خبرو پر مهال د افغانستان د سولي د خبرو پر موضوع هم بحث وکړ. پر دغه پاڼه پر خپور سوي خبر کي راغلي چي شريف او بايډن دواړو د سيمي د ټيکاؤ له پاره د افغانستان د سولي خبري اتري ډيري مهمي وبللې. دا په داسي حال کي ده چي امريکايي چارواکي شک لري چي پاکستان اوس هم د جهادي او توندلارو وسله والو ډلو په مرسته په سيمه کي خپلي لېوالتياوي پالي.

لندن مېشته پاکستانی کارپوه فاروق سلهريا د آلمان ږغ ته وويل چي د اوباما د ادارې کارپوهان په دې ښه پوهيږي چي ډېر کم امکان سته چي راهېل شريف پاکستان ته د رسېدو وروسته د امريکا اندېښنو ته مثبت جواب ووايي. سلهريا زياته کړه: «د امريکا متحده ايالات په وضعې خبر دي. خو هيڅ شی به بدل نه سي او د پاکستان پوځ به د سيميز سياست خپلې د لسيزو پاليسۍ بدلي نه کړي.»

د راحېل شريف او د امریکايي چارواکو په ملاقاتونو کي د هند سره د پاکستان اړيکي او د کشمير لانجه هم مهم موضوعات ول.

نواز شريف د راحېل شريف څخه يوه مياشت مخکي واشنګټن ته سفر کړی ؤ.
نواز شريف د راحېل شريف څخه يوه مياشت مخکي واشنګټن ته سفر کړی ؤ.انځور: picture alliance/Photoshot