1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شربت گله په ضمانت آزاديږي

۱۳۹۵ آبان ۱۰, دوشنبه

شربت گله چې څو ورځې تر مخه د پاکستاني شناخته کارت، د جوړولو په تور نیول شوې ده په ضمانت پریښول کیږي. دا خبر د فرانس پرس خبري آژانس د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر له قوله ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2Rwn8
Steve McCurry Ausstellung Sharbat Gula
انځور: imago/Italy Photo Press

د فرانسې خبري آژانس د رپوت له مخې د پاکستان تحقیقاتي فدرالي ادراې (اف آی اې) شربت گله د تیرې چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې د اوسیدو له پاره د جعلي هویت پاڼې په تور نیولې. رپوټ زیاتوي چې دغې ادارې د شربت گلې او د هغې د خاوند په هکله د دوو کلونو راهیسې پلټنې کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان، د یکشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل: «زما په آند زه باید دې قضیې ته له سره کتنه وکړم، ځکه چې هغه یوه ښځه ده او موږ باید دې ته له بشري اړخه وگورو.»

خو هغه په خپلو څرگندونو کې ویلي دي: «که چیرې موږ د هغې پر ضد تورونه بیرته واخلو، هغه دیپورت کړو او یا هغې ته په پاکستان کې د اوسیدو مؤقتي ویزه ورکړو نو بیا باید د هغو چارواکو پر ضد هم بیرته قضیې واخلو چې هغې [شربت گله] ته يې جعلي پیژ پاڼه جوړه کړې.» چوهدرې نثار علي خان یادونه کړې چې دغه چارواکي اصلي مجرمین دي او هیڅکله نه غواړي چې هغوی دې آزاد شي.

د چوهدري نثار علي خان په خبره په لومړني گام کې به اف آی اې، څومره ژر چې امکان ولری په ضمانت د هغې د آزادیدو چارې تر سره کړي، څو شربت گله له زندانه راووځي.

په رپوټ کې د پاکستاني چارواکو له قوله ویل شوي دي چې شربت گلې د ۲۰۱۴م کال په اپریل میاشتې کې د شربت بي بي، په نوم د پاکستاني شناخته کارت د تر لاسه کولو له پاره عریضه کړې وه.

زیاته شوې ده چې د هغې له عریضې سره په نښلول شوي انځور کې د همغه شنو سترگو مېرمن انځور تر سترگو کیده، چې د ستیو میک کیوري په مشهورع انځور کې ښکاري، خو توپیر یې دا دی چې په اوسني انځور کې دغه میرمن زړه ده.

شربت گله هغه وخت مشهوره شوه چې په ۱۹۸۵م کال کې نیشنل جیوگرافیک مجلې د هغې انځور په خپل لومړي مخ خپور کړ. هغه مهال شربت گله ۱۲ کلنه وه. دغه انځور پیښور ته څیرمه د افغان کډوالو په یوه کمپ کې اخیستل شوی وو.

د فرانسې خبري آژانس هم په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پاکستاني چارواکو په لویه کچه د هغو بهرنیو اتباعو پر ضد کمپاین پېل کړی دی چې په جعلي توگه یې پاکستاني شناخته کارتونه جوړ کړي دي.

د «نادرا» یا پاکستان د نفوس د ثبت او احوال ادارې په حواله ویل شوي دي چې د دغه کمپاین له پېل راهیسې ۹۱ میلیونه شناخته کارتونه ارزول شوي دي چې په ترڅ کې یې له بهرنیانو سره ۶۰ زره کارتونه په گوته شوي دي. زیاته شوې ده چې کابو ۲۵۰۰ کسانو خپل شناخته کارتونه په خپله خوښه بیرته سپارلي دي چې زیاتره یې افغانان دي.