1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاین مایر: برېکسټ د خطر يو زنګ ګڼل کېدلای شي

آژانسونه / م. ج.۱۳۹۵ تیر ۵, شنبه

فرانک والتر شتاین له اروپا څخه د بریتانیا د وتلو په اړه د خبرو اترو د ژر تر ژره پیلیدو غوښتنه وکړه. هغه دا څرګندونې په برلین کې د اروپايي ټولنې د بنسټ ایښودونکو هیوادونو د چارواکو تر غونډې وروسته وکړې.

https://p.dw.com/p/1JDZQ
Deutschland Berlin Brexit Treffen Außenminister EU Gründungsstaaten
انځور: Reuters/A. Schmidt

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاینمایر د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جون ۲۵مه نېټه) په برلین کې د فرانسې، ایتالیا، هالند، بلجیم او لوګزمبورګ د چارواکو کوربه وو. د اروپايي ټولنې دغه شپږ اصلي بنسټ ایښودونکي هیوادونو له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه غونډه وکړه.

ستاین مایر د برلین تر غونډې مخکې وویل: «زه ډاډه یم چې دغه هیوادونه همداراز کولای شي چې دا پیام واستوي چې اروپايي څوک له موږ څخه نه شي اخیستی.»

ویل کیږي چې آلمان او فرانسې پلان لره چې په دې غونډه کې د اصلاحاتو یو ګډ وړاندیز وړاندې کړي چې په کې د «د انعطاف وړ اتحاد» ستراتیژیکه طرحه هم شامله ده. د دې سیستم له مخې په د اروپايي ټولنې غړي د دې توان ولري چې په دې تولنه کې د خپل ادغام کچه وټاکي.

د قهر وخت نه دی

شتاین مایر خبریالانو ته وویل چې د بریتانیا پریکړه کیدای شي د خطر د یوه زنګ په توګه وګڼل شي. هغه وویل: «دا ښکاره ده چې اروپايي باید هغه حل لارې وړاندې کړي چې خلک یې غوښتنه کوي.» د دې آلماني چارواکي په حواله په دې کې د مهاجرت، امنیت او ځوانانو د بیکاري لویې موضوعګانې شاملې دي.

شتاین مایر په عین حال کې روښانه کړه چې باید له عجلې څخه کار وا نه خیستل شي او داسې باید و نه ښول شي چې «ټول ځوابونه موجود دي». هغه وویل: «دا روښانه ده جې په دغه شان وخت کې باید و نه پاریږي او باید له کاره و نه لویږي.»

اوسنی اروپايي ټولنه په ۱۹۵۷ کال کې له رامنځ ته شوې اروپايي اقتصادي کمیټې څخه منشا اخلي چې لویدیځ آلمان، فرانسه، ایټالیا او د بنلوکس هیوادونه یې غړي وو. بریتانیا بیا په ۱۹۷۳ کال کې له دې سازمان سره یوځای شوه.