شتاینمایر د سوریې په شخړه کې د ایران د همکارۍ غوښتنه کړې
۱۳۹۴ مهر ۲۶, یکشنبهفرانک والتر شټاینمایر د شنبې په ورځ( اکتوبر میاشتې۱۷) ایران ته سفر کړې وو. نوموړي له ایران څخه د سورېې د مسائلې د حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. وروسته له دولسو کلونو څخه دا لومړې ځل دی چې د آلمان د بهرنیو چارو یو وزیر ایران ته سفر کوي.
شټاینمایر هیله څرکنده کړه چې ایران به د سوریې پر ولسمشر بشارالاسد له خپل نفوذ څخه په استفادې د دغه هیواد د کړکیچن وضعیت د سمون له پاره کوښښ وکړي.
شټاینمایر له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره تر لیدنې کتنې وروسته وویل چې که څه هم د سوریې په مساله کې آلمان او ایران متفاوت نظرونه لري، خو دواړه هیوادونه د سوریې جگړې پای ته رسولو په برخه کې گډې منافع لري.
ایران د روسیې ترڅنگ د سوریې حکومت کلیدي ملاتړ کونکي دي. د سوریې شخړه په ۲۰۱۱ کال کې د ډیموکراسۍ څخه د ملاتړ له سوله ییزو مظاهرو سره پيل، او د حکومت له خوا د دغو اعتراضونو تر سرکوبه کولو وروسته پر یوې کورنۍ جگړې واوښت. د ملگرو ملتونو د ارقامو پر بنسټ د دغه هیواد کورنۍ جگړې تر اوسه پورې له سوریې څخه ۲۵۰ زره قربانیان اخیستي دي.
« اوس د تهرن نوبت دی»
شټاینمایر د سوریې، عراق او یمن شخړو ته په اشارې سره وویل:« سیمه ډیرې دیپلوماسې ته ضرورت لري، نه لږې ته.» نوموړي زیاته کړه چې له ایران سره اټومي موافقه د منځنې ختیځ د ستونزو د حل په موخه د دیپلوماتیکو هڅو لا پراخیدو ته زمینه مساعدوي.
له دغه هیواد سره دغه اټومي تړون چې د جولای په میاشت کې لاسلیک شو، ایران ته اجازه ورکوي چې له اټومي انرژې څخه د ملکي مقاصدو له پاره استفاده وکړي، خو تهران باید دا په اثبات ورسوي چې د اټوم بم جوړولو په هڅه کې نه دی.
شټاینمایر زیاته کړه: « اوس د ایران وار را رسیدلې دی چې د بندیزونو د لیرې کولو له پاره د موافقتنامې شرایط پوره کړي. دا چې آیا دغه موافقتنامه یو بریالیتوب وو، مونږ به یې د راتلونکو څو میاشتو په ترڅ کې ووینو.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر پر تهران زوواچوو چې پر خپلو کړو ژمنو وفا وکړي، د هغو له جملې څخه د اټومي موافقتنامې پر اساس د ملگرو ملتونو څارونکو ته اجازه ورکړي چې د ایران د اټومي پروگرام له دستگاو څخه لیدنه وکړي. شټاینمایر نن د یکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته تللې دی کوم چې د ایران اصلي رقیب بلل کیږي.