1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان د قدرت بدلون ته اړتیا لري»

آژانسونه / عبدالباري حکيم۱۳۹۳ شهریور ۱۵, شنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، فرانک والتر شتاینمایر افغانستان ته د خپل ناڅاپي سفر په ترځ کې د دغه هیواد د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو پر سر د اختلاف د پای ته رسولو او د ملی یووالی د یو حکومت د جوړیدو لپاره غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/1D80W
د افغانستان واکمن ولسمشر حامد کرزی او د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hitij

د آلمان د بهرنويو چارو وزیر، فرانک والتر شتاینمایر د ولسشمرۍ له دواړو کاندیدانو ، اشرف غنی احمدزي او عبدالله عبدالله سره نن شنبه (۲۰۱۴ کال د اگست ۶) جلا جلا ولیدل. او له هغو څخه ېې وغوښتل چې ژر تر ژره خپل اختلافات له مینځه یوسی او د خپل هیواد سیاسي کړکیچ ته د پای ټکې کیږدي.

شتاین مایرد ولسمشرۍ له دوړاړو کاندیدانو سره له لیدنی کتنې څخه مخکې هغوی ته په اشارې سره وویل: « له دواړو کاندیدانو سره په خبرو کې دا خبره د یادون وړ ده چې هغوی ته باید وویل شي، چې آلمان د افغانستان د سیاسی ثبات لپاره ډيرې پانگې کیښودلې او باید اوس اجازه ور نه کړای شي چی دا د هغوی د نه موافقت په نتیجه کې له خاورو سره برابرې شي.»

المان د ناټو په چوکاټ کې له تیرو څو کالو راهیسې افغانستان کې بیا په خاصه توگه په شمال کې پر خپل نظامي او ملکي ماموریت بوخت ؤ چې اوس یې چارې افغانانو سره سپارلې دي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چی اوس باید انتظار وایستل شی چی د ټاکنو وروستی پایلی اعلان شي او د افغانستان نوی ولسشمر وټاکل شی.

د دواړو ټیمونو ویاندویان له خپلو مشرانو سره د آلماني وزیر سره د لیدنی کتنی خبره تصدیق کړه. د عبدالله ویاند فضل الرحمن اوریا دویجه ویله ته وویل چې د المان د بهرنیو چارو د وزیر د ولسمشرۍ له کاندید، عبدالله عبدالله سره ولیدل او وویل چی دواړو سیاستوالو د روان سیاسی کړکیچ د پای ته رسولو لپاره غوښتنه وکړه: « د المان د بهرنیو چارو وزیر هیله درلوده او لري چې په افغانستان کې د ملي یوالي حکومت جوړ شي.»

د اشرف غني احمدزي د ډلې ویاند طاهر زُهیر وویل چې د المان د بهرنیو چارو د وزیر او ډاکټر اشرف غني تر منځ په لیدنه کې د ټاکنو پر مسائلو سربېره د افغانستان سره د هغوی د مرستو پر دوام او امن هم خبرې شوې دي.

زُهیر وویل المان د ناټو په چوکاټ کې په ښه توګه دنده تر سره کړې او اړتیا ده چې د افغانستان د نا امنه حالت د ختمولو لپاره له نوي حکومت سره هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

زهیر وویل چې شټان مایر د ټاکنو د وروستیو پایلو ته انتظار لری. «هغه د ټاکنیزو منډو تړو د هرڅومره زر پای ته رسېدو هیله څرګنده کړه او دا هیله یې هم درلوده چې له امریکا متحده یالاتوسره تر امنیتي تړون وروسته به بېله شکه د افغانستان ټول همکاران له دغه هیواد سره مرستو ته دوام ورکوي.»


شتاین مایر له آلماني پوځي قوماندان سره
شتاین مایر له آلماني پوځي قوماندان سرهانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د راتلونکي په هکله اندیښنه

شتاین مایر د شنبه په سهار مزار شریف ته ورسېد، چیرته چې د آلمان د پوځ ستره پوځي اډه پرته ده. د خپل سفر له پیل څخه مخکې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې «افغانستان یو ځل بیا په یو ډير سخت پړاو کې قرار لري. په کابل او ټول هیواد کې افغان مسوولین پوهیږي چی هیواد ېې د خپل سیاسي پرمختگ د بدلون ټکي ته رسیدلی دی.» شتاین مایر وویل: « له دې سفر سره زه غواړم چې روښانه کړم چې مونږ غواړو د حکومت په جوړولو کې افغانستان سره ملتیا وکړو او له دې وروسته هم د هیواد سره خپل ټینگ ملاتړ ته دوام ورکړو.» خو د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل: «په عین وخت کې مونږ انتظار لرو چې ټول مسوولین په دې پروسه کې د مکلفیت احساس وکړي.»

د آلمان دبهرنیو چارو وزارت په خپله یوه خپرپاڼه کې وویل چې شتاین مایر د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو د لانجې د سولیز حل لپاره غوښتنه وکړه. هغه وویل: «ټول شامل اړخونه مکلفیت لري چی یوې روغې جوړې ته ورسیږي.» په خبرپاڼه کې د شتاین مایر له خولې یادونه شوې چې هغه د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله څخه وغوښتل چې «پر خپلې دې ژمنی باندې ټینگ ودریږي چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاو د پلټنې پایلې به مني.» شتاین مایر وویل: «مونږ انتظار لرو چې د لومړي ځل لپاره په دیموکراتیکه توگه د قدرت د لیږد له دې تاریخي موقع څخه مسوولین استفاده وکړي او د خپل هیواد راتلونکی په پام کې ونیسي.»

د جون په ۱۴ د غني احمدزي او عبدالله تر منځ د ټاکنو د دوهم پړاو سیالیو را په دې خوا تر اوسه پورې معلومه شوی نه ده چې د افغانستان راتلونکې ولسمشر به څوک وي. هغوی دواړو یو بل باندې په ټاکنو کې د درغلیو تورونه ولگول. له هغې وروسته د متحده ایالاتو د بهرینو چارو د وزیر، جان کیري په منځگړیتوب هغوی موافقه وکړه چي د دوهم پړاو څه دپاسه اته ملیونه رایې تر پلټنې لاندي ونیولي شي او له سره وشمیرلې شي.

Afghanistan Regierungsbildung PK Kerry & Ghani & Abdullah 08.08.2014
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

سیالو کاندیدانو له نوموړې موافقې څخه وروسته ژمنې کړې وې چې د ټاکنو پایلې به مني او له هغې وروسته به د «ملی یووالي حکومت» جوړوي. خو په دې موده کې دغې موافقې ته د هغوی ژمنه تر پوښتنې لاندې راغلې ده. عبدالله ویلي دي چې هغه د نویو شمیرل شوو راییو پایلي نه مي. د هغه له نظره د مشکوکو راییو د باطلو لپاره ټاکل شوي معیارونه نیمگړي دي.

د ملگرو ملتو تر څارنې لاندې د راییو بیا شمیرنه د جمعې په ورځ پای ته ورسیدله. په افغانستان کې د ملگرو ملتو نمایندگي ویلي دي چې ښایي د چهار شنبه په ورځ د ټاکنو رسمي پایلې اعلان شي.

د آلمان حکومت د راییو د پلټنې او بیا شمیرنې پروسه څخه د خپلو څارونکو استولو سره ملاتړ کړی دی. د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې په دغې پروسې کې ۶۴ آلماني څارونکو گډون درلود. له امریکا متحده ایالاتو څخه وروسته آلمان دوهم هیواد دی چی د افغانستان په ټاکنو کې دومره زیات څارونکي ېې گمارلي دي.