1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاين ماير: آلمان به د افغانستان د دولت او خلكو تر څنګ ودريږي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۹, چهارشنبه

فرانك والتر شتاين ماير د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ته ډاډ وركړ چې سره لدې چې په افغانستان كې امنيتي ستونزې ډيرې دي خو آلمان به په هر ډول شرايطو كې د افغانستان د دولت او خلكو تر څنګ ودريږي .

https://p.dw.com/p/HgVv
دادفر سپنتا او والتر شتاين مايرانځور: AP

د آلمان د اتحادي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير فرانك والتر شتاين ماير نن سهار د يو ورځني رسمي ليدنو كتنو په موخه كابل ته راغى . شتاين ماير كابل ته له رسيدو وروسته د افغانستان له بهرنيو چارو وزير رنګين داد فر سپنتا ، ولسمشر حامد كرزي او د كورنيو چارو له وزير سره يي وكتل .

د آلمان د بهرنيو چارو وزير له افغاني چارواكو سره د افغانستان او سيمي د سياسي _ امنيتي حالاتو په هكله او همدارنګه د دواړو هيوادونو آلمان او افغانستان تر منځ د اړيكو پياوړتيا ، د پوليسو د روزنې ، د ولسمشرۍ راتلونكي ټولټاكنې او د شيعه مذهبو د شخصيه احوال د قانون په اړوندو مسايلو خبرې وكړې .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سلاكار او وياند سلطان احمد بهين افغاني چارواكو سره د شتاين ماير د ليدنو كتنو په هكله دويچه ويلې ته داسې وويل : د ده سفر افغانستان ته يو ورځينى سفر دى . د افغانستان ولسمشر سره يې وكتل ، د كورنيو چارو له وزير سره د پوليسو د روزنې په اړوندومسايلو خبرې وكړې او د بهرنيو چارو له وزير ډاكتر رنګين دادفر سپنتا سره يې خبرې وكړې او نن ماښام له خپل افغاني سيال سره يو ځاى يوې خبري ناستې ته ويناوې كوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې : د افغانستان او آلمان د بهرنيو چارو وزيرانو د شيعه مذهبو د شخصيه احوال د قانون په هكله چې په دې وروستيو كې يې ځنې ناندرې او ستونزې راولاړې كړي دي هم خبرې وكړې او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير خپل آلماني سيال ته په دې هكله مالومات وركړل او وې ويل چې د افغانستان دولت د هغو ژمنو درناوى به كوي چې د نړيوالې ټولنې په وړاندې يې لري او د همدغو ژمنو په بنسټ به په نوموړي قانون كې د اړتيا په صورت كې بدلون راوستل شي .

د بهرنيو چارو وزارت وياند د آلمان او افغانستان اړيكو ته د كتنې په ترڅ كې وايې چې : د دواړو هيوادونو اړيكې ډيرې پياوړي دي او د يوې شميرنې له مخې آلمان او هند هغه دوه هيوادونه دي چې د افغانستان د خلكو په منځ كې ډير محبوب دي .

سلطان احمد بهين وايي چې : د آلمان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره پخپلو خبرو كې وويل چې سره لدې چې په افغانستان كې امنيتي ستونزې ډيرې دي خو د آلمان هيواد او دولت به په هر ډول شرايطو كې د افغانستان د خلكو او دولت تر څنګ ودريږي .

دا له افغانستان څخه د فرانك والتر شتاين ماير څلورمه ليدنه ده چې تر سره كيږي په تير جولاى كې هم شتاين ماير د رسمي خبرو اترو لپاره كابل ته راغلى ؤ .

بری پال

کتونکی: يحيی وردک