شتاينماير منځنۍ آسيا ته سفر کوي
۱۳۸۶ فروردین ۷, سهشنبهاعلان
د قزاقستان په پلازمېنې آستانه کې د نوموړو هېوادونو له استازو سره د نويو اقتصادي اړيکو په هکله دوه ورځې خبرې کېږي. امنيستي انترنيشنل د بشر د حقوقو له وضعيت څخه سر ټکوي او د دغې وضعې د ښه کېدو غوښتنه کوي.د آلمان په مشري د اروپايي ټولنې شورا غواړي چې د جون مياشتې تر پايه پورې د منځنۍ آسيا د يوې نوې ستراتيژۍ طرحه وړاندې کړي. دغه پنځه هېوادونه قزاقستان، قرغستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان دي او د اروپا دپاره ستراتيژيک اهميت لري.