شتاينماير: له روسيې سره پر لاسليک شويو تړونونو ټينگار کوو
۱۳۸۵ دی ۲۰, چهارشنبهاعلان
شتاينماير سه شنبې ماښام د تليفون د لارې د روسيې مرستيال لومړي وزير ديميتري مېدويديف ته وويل. اروپا ته د روسي تېلو لېږل بايد بېرته شروع شي. »موږ له دواړو غاړو څخه غوښتنه کوو چې خپلې ژمنې دې پوره کړي.« د روسيې او سپينې روسيې تر منځ د نفتو په سر شخړه بويه درېيمگړي تر اغېزې لاندې رانه ولي. د روسيې او اروپا تر منځ د انرژۍ په برخه کې همکاري بويه د اعتبار وړ وي.
روسيې د دوشنبې په ورځ له خپل گاونډي هېواد سپينې روسيې سره د يوې لانجې له امله د تېلو نلليکه تړلې وه. د نلليکې څښتن روسي کمپنۍ ترانسنفت ادعا کوله چې گاونډی هېواد سپينه روسيه ترې تېل پټوي چې نوموړي هېواد دغه خبرې رد کړې. تر شتاينماير وړاندې د آلمان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل او د اروپايي کميسيون مشر باروسو د دغو دواړو هېوادونو عمل غندلی و.