شاهين قول اردو ـ تلفات ۱۴۰ ته جګ سول
۱۳۹۶ اردیبهشت ۲, شنبهپه مزار شريف کي يو افغان چارواکي ويلي دي چي د شاهين قول اردو پر مقر د وسله والو په بريد کي د وژل سوو کسانو شمېر ۱۴۰ ته جګ سوی دی. دغه چارواکي و رايټرز خبري آژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط معلومات ورکړي دي. يو شمېر نورو چارواکو د تلفاتو شمېر لا زيات بللی دی.
د امريکا د متحده ايالاتو چارواکي په واشنګټن کي د جمعې په ورځ ويلي ول چي د وژل سوو او ژوبل سوو کسانو شمېر تر ۵۰ څخه زيات دی.
د راپورونو له مخي ۱۰ او لا زيات وسله وال طالبان چي د افغان عسکرو يونيفورم يې اغوستی او په نظامي موټرو کي سپاره ول، و مقر ته ننوتل. د چارواکو په وينا وسله والو په مقر کي پر هغو عسکرو ډزي پېل کړې چي ډوډۍ يې خوړله او د جمعې لمونځ وروسته له مسجد څخه دباندي وتل. ويل سوي چي وسله والو په بريد کي د اوتوماتيکو وسلو او راکټونو څخه کار اخيستی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه اعلاميه کي ويلي چي د طالبانو د دغه بريد مقصد په شمال کي د هغوی د يو شمېر مشرانو د وژل کېدنې غچ ؤ.
د ناټو په مشرۍ ائتلاف و دغه مقر ته خپل مشوارين لېږلي چي هلته د افغان ځواکونو لارښوونه وکړي. خو د ائتلاف چارواکو ويلي چي بهرني ځواکونه په دغه نښته کي برخه وال نه ول.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.01.2016):