شاهد کپور ولي غواړي خپل بدن قوي کړي؟
د هندي فلمي نړۍ ځوان ستوری شاهد کپور په لوړه اندازه سپورټ او وزن پورته کول پېل کړي دي. هغه غواړي چي خپل بدن قوي او عضلات لوی کړي. نور جزيات په دغه انځوريز راپور کي ولولئ:
د تمثيل کوونکو زوی
شاهد کپور د هندي فلمي جوړې پنکج کپور او نيلم عظيم زوی دی. دغه ماډل او فلمي ايکټر په لږ وخت کي په دې توانېدلی چي د هندي فلمي نړۍ پر آسمان ځان ته د يوه ستوري په توګه ځای پيدا کړي. شاهد کپور په دغه انځور کي د عاليه بټ ايکټري سره ليدل کيږي.
د نڅا شاګرد
شاهد کپور د ۱۹۸۱م کال د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه په نوي ډلي کي زېږېدلی دی. هغه په لس کلنۍ د «شيامک داور» په مشهور نڅا ښوونځي کي شاګرد سو او هلته يې نڅا زده کړه. شاهد کپور په ۱۹۹۰مو کالونو کي په يو شمېر فلمونو کي د ډانسر په توګه د سندرو په بېک ګراونډ نڅا کي کار وکړ.
نڅاوي پر سټېج
شاهد کپور د ماډل په توګه کار کړی. هغه د يو ښه نڅاګر په توګه په زياتو محفلونو او سټېج تمثيلونو کي هم ونډه اخيستې ده. لکه د ۲۰۰۵ کال د ښکلا د مسابقې دغه انځور چي پکښي شاهد کپور د نڅا خپله يوه پارچه وړاندي کړې وه.
کاميدي او نڅآ
دا چي شاهد کپور د نڅا په يو مشهور مکتب کي زدکړي کړي او په فيزيکي توګه و نڅا ته مناسب جسد لرونکی بلل کيږي، نو زياتو مينه والو ته يې دا خبره د حيرانۍ وړ نه ده چي هغه په خپلو فلمونو کي ډيري مغلقي نڅاوي او حرکات کولای سي. کپور په کاميدي تمثيل کي هم ستايل سوی. نوموړی په دغه انځو کي د ۲۰۱۴ کال د فلمي جايزو په محفل کي د سوشت سينګ راجپوت سره ليدل کيږي.
لومړی فلم
شاهد کپور د مرکزي ممثل په توګه په ۲۰۰۳ کال په خپل لومړي فلم کي کار وکړ. د «عشق ويشق» په نوم دغه فلم يو رومانتيک کاميدي فلم ؤ چي پکښي د خپل تمثيل له کبله يې شاهد د فلمي مېلې د تر ټولو ښه نوي نرينه ايکټر جايزه وګټله. نوموړی په دغه انځور کي د فلمي ايکټري پريانکا چوپړا سره ليدل کيږي.
ښه نڅاګر که ښه پهلوان؟
که څه چي د شاهد کپور مينه وال په فلمونو کي د هغه د جنګ صحنې هم خوښوي خو د نومړي بدني جوړښت د پهلوانانو په څېر نه دی. په داسي حال کي چي سلمان خان، رنوير سينګهـ او نورو فلمي ايکټرانو د خپلو ځانګړو فلمونو يا په په مجموع کي د خپل ذوق له کبله خپل بدنونه قوي کړي او په زيات سپورټ او وزن پورته کولو عضلات پړسولي دي، شاهد کپور لا دې کار ته مخه نه وه کړې.
قوي بدن د فلم له پاره
د «پدماوتي» په نوم هغه فلم چي پکښي تاريخي شخصيت علاولدين خلجي او د راجستان د چيتور سيمي کلابندي انځور سوې ده، شاهد کپور پکښي د «راول راتان سنګهـ» تمثيل کوي چي خلجي غوښتل ښکلې ماينه يې ونيسي. د علاولدين خلجي تمثيل به رنوير سينګهـ کوي چي ورته باډي بلډنګ يا بدني ښکلا زياتولو ورزش يې زيات کړی دی. شاهد کپور هم غواړي د دغه فلم له پاره خپل بدن قوي کړي چي تمثيل يې لا حقيقي سي.