شارژدافر:د روسيې او افغانستان تر منځ د کوم تړون د لاسليکولو احتمال لږ دی
۱۳۸۹ مرداد ۲۶, سهشنبهحفيظ الله عبادي نن په مسکو کي د انتر فکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي، چي « افغانستان د خپل ملي حاکميت او خواوري د تماميت څخه د دفاع دپاره بې شکه چي و يو پياوړي امنيتي ځواک ته اړتيالري.»
د هغه پوښتني په جواب کي چي، افغانستان ددې سره علاقمندي لري چي روسيه سلاوي ورکړي په هغه جمله کي روسۍ څرخي الوتکي. عبادي وويل:
« افغانستان لکه يو خپلواک هيواد د خپل پوځ د اړتياو د پوره کولو دپاره حق لري چي هر هيواد ته رجوع وکړي.»
د رواني مياشتي پر ۱۸ نېټه د روسيې د سوچي په ښارکي د هغه هيواد د جمهورريس ديميتري ميدويدف او افغان ولسمشر حامد کرزي د ليدني کتني په اړه عبادي ويلي دي چي، فکر نه کوم چي د افغانستان او روسيې تر منځ دي کوم دوه اړخيز سندونه لاسليک سي.
« تيرو څو اړخيزو ليدنو ته په کتو سره زه فکر نه کوم چي په دې خبرو اتروکي دي کوم سندونه لاسليک سي. خو باور لرم چي ددې ليدني کتني په پای کي به د ټولو خواو په نوم يوه اعلاميه خپره سي.»
ډيپلوماټ پر دې باندي ټنګار کړي چي ټاکل سوي خبري اتري به د خوشالۍ او دوستۍ په فضا کي تر سره سي.
مخکي تر دې د کريملين مطبوعاتي ادارې خبر ورکړی و چي د رواني مياشتي پر ۱۸ نېټه به د روسيې جمورريس د افغانستان، پاکستان او تاجکستان د جمهورريسانو حامد کرزي، آصيف علي زرداري او امام علي رحمانوف سره په سوچي کي وګوري.
په خبر کي ويل سوي ول چي ددې سرمشريزي په څنډه کي به د روسيې جمهورريس ديميتري ميدويدف د حامد کرزي او زرداري سره جلا جلا وګوري.
تر دې وروسته په پام کي ده چي د روسيې جمهورريس د تاجکستان د ولسمشر سره هم وګوري.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم