1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیلابونو په سویلي اسیا کې ډېر انسانان وژلي دي

۱۳۹۴ مرداد ۱۳, سه‌شنبه

په میانمار، پاکستان او هندوستان کې تر سختو بارانونو وروسته د عامو وګړو د مرگ ژوبلي رپوټونه ورکړل شوي دي. میانمار د رامنځته شویو سیلابونو له کبله له زیانونو سره د مبارزې په برخه کې نړیوالي مرستي غوښتي دي.

https://p.dw.com/p/1G9YS
انځور: Getty Images/Strdel

میانمار د سه شنبې په ورځ وويل چې تر سختو بارانونو وروسته راغلو سیلابونو له کبله ۲۱۰۰۰ انسانان زيانمن شوي او د هغوی له پاره د خوراکي موادو، موقتي سرپناه او کالیو برابرولو په برخه کې نړیوالو مرستو ته اړتيا لري. د دغه هیواد چارواکو ویلي دي چې سیلابونو نزدې ۴۷ کسان وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه هیواد پوځي رژيم په ۲۰۰۸م کال کې له هغه وروسته چې یوه توپان ۱۳۰۰۰۰ کسان ووژل له نړیوالو مرستو ډډه وکړه. خو اوس چې د دغه هیواد چارې د ملکي حکومت په لاس کي دي او په وروستیو کلونو کې یې د امریکا متحدو ایالاتو په گډون له ډیرو هیوادونو سره اړیکې ښې شوې دي، دغه هیواد د طبیعي پيښو له کبله د رامنځته شوو زيانونو د کمښت په برخه کې نړیوالي مرستي غوښتي دي.

د میانمار د معلوماتو وزیر او ولسمشر ویاند هي هوتوت، په دې اړه ویلي دي: «موږ د نړیوالو مرستو غوښتنه کوو او له هغوی سره به مرسته هم وکړو. موږ وختي لا له هغو هیوادونو او سازمانونو سره اړیکي نيولي دي چې کیدای شي په دې برخه کې مرسته وکړي.»

له طبیعي پيښو سره کمزوري اقدامات

د میانمار دولتي رسنیو د سه شنبې په ورځ د هي نوتوت په حواله ویلي دي چې د دغه هیواد کمزورو اقداماتو له خطر سره د مخامخو سیمو د خالي کولو په اړه غلط فهمي رامنځ ته کړه.

له بلې خوا د پاکستان چارواکو هم د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې په دې هیواد کې سختو سیلابونو نزدې ۱۱۸ کسان وژلي دي. له طبیعي افاتو سره د مبارزې ادارې ویلي دي چې سیلابونو تر ۸۰۰۰۰۰ ډیر کسان اغیزمن کړي دي. ويل شوي دي چې په دغه هیواد کې تر۳۰۰۰ ډیر کورونه سیلابونو ویجاړ کړي دي.

هندوستان هم د دې طبیعي پيښو له زیانونو څخه په امان کې نه دی پاته شوی او د چارواکو په خبره هلته هم ۱۲ انسانان وژل شوي دي. هندي چارواکو د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې دغو کسانو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې په ممبیي کې یوه زړه ودانۍ راولویده.