سږ کال شاوخوا دوه میلیونونه مسلمانان د حج فریضه ادا کوي
۱۳۹۱ آبان ۳, چهارشنبهاعلان
په پام کې ده چې سږ به له ټولې نړۍ څخه شاوخوا دوه میلیونه مسلمانان د حج اسلامي فریضه په سعودي عربستان کې ادا کړي. د عرفات مراسم د پنجشنبې په ورځ لمانځل کیږي. شاوخوا ۱،۶ میلیونه انسانان له نورې نړۍ څخه او ۷۵۰ زره تنه خپله د سعودي عربستان اوسیدونکي په دغه مراسمو کې گډون کوي.
د دغه هیواد امنیتي کړې د حج د مراسمو په وخت کې له سختو ننگونو سره مخامخ وي. په تیرو کلونو کې د حج په مراسمو کې د اور لگیدنې او اړو دوړ له امله یو شمیر پیښې رامنځ ته شوې وې. شپږ کاله تر مخه د ویرې د رامنځ ته کیدو په یوه پیښه کې ۳۶۴ تنه حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. په تیرو څو میاشتو کې سعودي عربستان د حج او عمرې د فریضې د ادا کولو پر وخت د سهولتونو د رامنځ ته کولو په موخه له ۲۲۰ میلیونه یورو څخه زیاتې پیسې مصرف کړي دي.