سږ کال آلمان ته ښايي ۳۰۰ زره نوي کډوال راشي
۱۳۹۵ شهریور ۷, یکشنبهد آلمان د کډالو او مهاجرینو له پاره فدرالې ادارې مشر فرانک یورګن وایس، د «بیلد ام زونتګ» ورځپاڼې ته ویلي دي چې د آلمان ښه اقتصادي وضعیت او تیر کال کډوالو ته د ښو خدماتو رسول ښيي چې آلمان د تازه رسیدلو کسانو د جذبولو په برخه کې په ښه موقف کې دی.
هغه ویلي دي: «موږ سږ کال د ۲۵۰۰۰۰ او ۳۰۰۰۰۰ تر منځ نوو کډوالو له پاره چمتوالی نیسو.»
دغه آلمان چارواکي روښانه کړې ده چې اداره یې د همدې شمیر کډوالو له پاره د خدماتو وړاندې کولو په موخه چمتوالی نیسي او که شمیر لوړ شي نو دغه اداره به تر فشار لاندې راشي: «موږ تر ۳۰۰۰۰۰ کډوالو ته د تر ټولو ښو خدمتونو ژمنه کولای شو. که تر دې ډیر کډوال راشي نو موږ به په اصطیلاح د کړکیچ حالت ته ولاړ شو خو آن په هغه صورت کې به هم موږ د تیر کال په څیر حالاتو سره مخامخ نه شو.»
پر مېرکل فشارونه
تیر کال آلمان ته شاوخوا ۱،۱ میلیون کډوال راورسیدل چې له کبله یې د دې هیواد پر صدراعظمې انګلا میرکل باندې هم فشارونه رامنځ ته شول.
په وروستیو وختونو کې د بالکان هیوادونو د لارې تړل او له ترکیې سره د کډوالو په برخه کې د اروپايي ټولنې تړون د دې لامل شو چې سږ کال آلمان او په ټوله کې اروپا ته د رسیدونکو کډوالو شمیر راولږیږي.
وایس ویلي دي چې ادارې یې د پناهندګي غوښتنلیکونو د آرزونې بهیر ګړندی کړی دی خو د روان کال تر پایه پورې به پاتې ۵۳۰۰۰۰ غوښتنلیکونه و نه شي څیړلی. دغه آلماني چارواکي روښانه کړې ده چې د کار په بازار کې په آلمان کې د پاتې کیدونکو کډوالو ادغام یو اوږد او لوړ مصرف لرونکی بهیر دی.
۵۰ سلنه د مېرکل پر ضد
دغه چارواکي بیا هم ټینګار وکړ: «موږ یې کولای شو. ډیر هغه کارونه چې یو کال مخکې ستونزمن وو، موږ اوس سم کړي دي. د آلمان اقتصاد هم په ښه وضعیت کې دی نو موږ یې د لګښتونو له عهدې هم وتلی شو.»
د میرکل د کډوالو سیاست د هغې په اړه په آلمان کې نظرونه سره ویشلې دي. د بیلد ام زونتګ ورځپاڼې د یوې نظر پوښتنې په حواله لیکلي دي چې اوس ۵۰ سلنه آلمانیان نه غواړي چې میرکل د راتلونکې څلورو کلونو له پاره د آلمان صدراعظمه وي، خو ۴۲ سلنه نورو بیا د دې خبرې تایید کړی دی.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.05.2016):