1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سړي تښتوونکي په ليبيا کي ۲۰۰ مهاجر شکنجه کوي»

۱۳۹۶ خرداد ۲۶, جمعه

د مهاجرت نړيوال سازمان وايي چي په ليبيا کي ۲۰۰ مهاجر د سړي تښتوونکو په منګولو کي دي. ويل سوي چي اختطاف کوونکي د دغو مهاجرو د خوشي کولو په بدل کي د پيسو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/2eopV
Logo Internationale Organisation für Migration IOM
انځور: IOM/Alemayehu Seifeselassie

د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جون ۱۶مه نېټه) په ليبيا کي د بندو پاتو مهاجرو په تړاو معلومات په ژينيف کي وړاندي کړل. د دغه سازمان په وينا تقريبا ۲۰۰ مهاجر چي اکثريت يې د ايتوپيا او سوماليا سره تړاو لري، د سړي تښتوونکو او جنايي ډلو له خوا برمته کړل سوي او له کورنيو څخه يې د خوشي کولو په بدل کي د پيسو تقاضا کوي.

د ياد سازمان د معلوماتو پر اساس سړي تښتوونکي ډلې د تښتول سوو پناه غوښتونکو د شکنجې ويډيوګاني جوړوي او بيا يې د هغوی کورنيو ته لېږي. زياته سوې چي په تښتول سوو مهاجرو کي ښځي او نارينه دواړه شامله دي. ويل سوي چي په دغه ريګستاني سيمو کي دا ډول کړنې عامي دي.

د مهاجرت نړيوال سازمان ويلي چي د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان (UNHCR) او د ليبيا د حکومت سره په همکاري په دې هڅه کي دی چي تښتول سوي مهاجر پيدا کړي. اټکل سوی چي دغه مهاجر اروپا ته پر لاري ول چي تښتول سوي دي.

د دغه سازمان په وينا د ۲۰۱۷ کال د جنوري راهيسي تقريبا ۷۷ زره مهاجر او پناه غوښتونکي د کښتيو په مرسته د مديترانې له لاري اروپا ته رسېدلي دي. په دې ترڅ کي تقريبا ۱۸۰۰ انسانان په اوبو کي ډوب سوي دي. اروپا ته د رسيدونکو ياد شمېر کسانو څخه ۸۵ سلنه سړي، مېرمني او ماشومان ايټاليې ته تللي دي. پاته ۱۵ سلنه مهاجر چي د کښتيو په مرسته اروپا ته رسېدلي يونان، هسپانيې او قبرس ته ورغلي دي.