سړه هوا او په خیمو کې سخت ژوند
۱۳۹۳ اسفند ۸, جمعه
د دغو کورنیو ماشومان د ژمې د سړې هوا له پاره مناسبې جامې نه لري. ډیر شمیر دغه ماشومان یوازې نرۍ جامې پر تن لري او په خټو او نامناسبو شرایطو کې په لوبو بوخت وي. له خټو څخه په ډکو کوڅو کې د دغو ماشومانو او د هغوی د میندو تگ راتگ د دوی بله ستونزه ده.
د دغو خیو د گرمولو له پاره د لرگیو او سکرو له بخاریو څخه کار اخیستل کیږي خو ډیر شمیر کسان بیا د هغې د رانیولو توان هم نه لري. په کابل کې د خیمو دغه اوسیدونکي د وروستیو اورښتونو له کبله له نویو ستونزو سره لاس او گریوان دي.
کله چې سړی له ماشومانو څخه وپوښتې چې په ژمې کې له څه کړیږي نو ټول په یوه غږ وايي چې سړې هوا له ډیرو ستونزو سره مخامخ کړې دي. هغوی په یوه غږ وایي: «موږ کرتۍ نه لرو، بوټان هم نه لرو. هوا ډیره سړه ده.»
د خیمو ډیر شمیر اوسیدونکي وایي چې د وروستیو اورښتونو له کبله یې خیمو ته اوبه راننوتي دي او ژوند ورته لا پسې ستونزمن شوی دی. جمشید د دغو خیمو له اوسیدونکو څخه یو دی. هغه دویچه ویله ته وویل: «وضع مو ښه نه ده. واورې او بارانونو ډیر کورونه ویجاړ کړي دي او خیمو ته اوبو راننوتي دي. هیڅ څه نه لرو او هر څه مو لاندې شوي دي.»
د ماشومانو خراب وضعیت
د دغو کورنیو ماشومان اړ دي چې هره ورځ کوڅه په کوڅه پلاستیکي خریطو پسې گرځي تر څو وشي کولای لږ تر لږه د ژمې شپې پرې گرمې تیرې کړي. په دغه خیمو کې اوسیدونکي ماگل وایي چې ماشومان یې د ژمې له پاره جامې نه لري او له دې ویره لري چې که هغوی ناروغه شي نو د گرم ساتلو له پاره یې مناسب ځای په اختیار کې نه لري. هغه وایي: «نه خوراک لرو، نه کمپلې. ماشومان مې د کثافاتو له سطلونو څخه ذغال راټولوي او موږ پرې ځانونه گرموو.»
د دغو خیمو ډیر شمیر اوسیدونکي هغه افغانان دي چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. هغوی د بیکاریو له کبله خپلو کلیو ته نه دي ستانه شوي او غوره یې گڼلې ده چې په خیمو کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
ډیر شمیر هغه کسان چې په کلیو کې یې جگړې روانې دي هم په کابل کې په خیمو کې وخت تیروي. که څه هم افغان حکومت او یو شمیر مرستندویه موسسې له دغو کسانو سره مرستې کوي خو وایي چې حکومت باید ورسره اوږد مهاله مرستې وکړي.
په خیمو کې د میشتو کورنیو غړي له بیکارۍ سر ټکوي او وایي چې په ژمې کې یې دغه ستونزه لا پسې ډیریږي ځکه د افغانستان په ډیرو برخو کې ساختماني کارونه دریږي.