1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"سچن ۳۹ کلن شو، خو اوس هم باید لوبه وکړي"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

د هندوستان نامتو بیتسمن «توپ وهوونکی» سچن تندولکر، د سه شنبې په ورځ ۳۹ کلن شو خو د هغه د ماشوموالي روزونکی وایي چې سچن به اوس هم د کرکیټ لوبې ته دوام ورکړي. هغه ادعا کوي چې سچن د نړۍ تر ټولو ښه بیتسمن دئ.

https://p.dw.com/p/14jya
انځور: AP

د سنچن تندولکر د ماشوموالي روزونکی راموکانت اچریکار، وایي چې هغه اوازې چې وایي سچن به د کرکیټ لوبه پرېږدي باید پای ته ورسیږي. هغه زیاتوي چې اوس د سچن د لوبې پریښودلو له پاره یو مناسب وخت نه دئ:

«سچن باید اوس لوبه پرې نه ږدي. هغه باید خپلې لوبې ته دوام ورکړي او د هندوستان له پاره باید منډي جوړي کړي.»

سچن په ۱۹۸۹ کال کي د کرکیټ نړیوال ډگر ته راغی. له دې مودي راهیسي سچن په نړۍ کي تر بل هر لوبغاړي ډیري لوبي وکړې او د خپلي لوبډلي له پاره ئې تر بل هر لوبغاړي ډیري منډي جوړي کړي دي.

سچن همداراز د کرکیټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی دئ چي په خپلو لوبو کې ئې سل واري سنچري گاني «سل منډي» جوړي کړي دي. خو سچن ته د وروستۍ سنچري جوړول یو څه ستونزمن کار وو. سچن خپله وروستۍ سنچري «سل منډي» په یوه کال کي جوړه کړه. له همدې کبله د هغه یو شمیر مینه والو وویل چي سچن باید اوس د لوبي پر پریښودلو باندي فکر وکړي.

پخپله سچن هم ویلي دي چي هغه به لوبه پرې نه ږدي. د هغه په خبره هغه اوس هم د هندوستان د ډلي له پاره ډیر څه لري او په دغه ډله کي به ولوبیږي.

راموکانت اچریکار وایي چي اوس سچن خپلي سل سنچرۍ پوره کړي دي نو هغه به لا ښه لوبه وکړي. د هغه په خبره سچن به د هندوستان له لوبډلي سره مرسته وکړي چي له انگلستان او استرالیا څخه لوبي وگټي. دغو دواړو هیوادونو هندوستان ته تیر کال سخته ماته ورکړې وه.

راموکانت اچریکار ادعا وکړه چي سچن د نړۍ تر ټولو ښه توپ وهونکی دئ:

«موږ کیدای شي چې یو بل ډیر ښه لوبغاړي پیدا کړو، خو زه فکر کوم چې د شچن په شان یو لوبغاړی نه شي پیدا کیدای. که سچن کرکیټ پریږدي نو د هغه د ځای ډکول به امکان و نه لري.»

د راموکانت په خبره که سچن لوبه پریږدي نو نه یوازي هندوستان بلکي ټوله نړۍ به د هغه نه شتون احساس کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل

سچن په نړۍ کې د کرکیټ تر بل هر لوبغاړي دیرې نړیوالې لوبي کړي دي او پکښې ئې تر بل هر چا ډیرې منډې جوړې کړي دي.
سچن په نړۍ کې د کرکیټ تر بل هر لوبغاړي دیرې نړیوالې لوبي کړي دي او پکښې ئې تر بل هر چا ډیرې منډې جوړې کړي دي.انځور: AP