سپینه ماڼۍ: په بنغازي کې د سفیر وژل کیدل ترهگر برید وو
۱۳۹۱ شهریور ۳۱, جمعهاعلان
سپینې ماڼې ویلي دي چې په بنغازي کې د سپتمبر د میاشتې پر یوولسمه نیټه د دوی پر کونسلگرۍ باندې شوی برید یو ترهگریز عمل وو چې ښایي له القاعدې سره تړاو ولري. د سپیني ماڼۍ ویاند جې کیرني په یوه بیانیه کې ویلي دي چې امریکایي چارواکي پر دې باور دي چې د لیبیا په بنغازي کې د دوی د سفیر او نورو دریو تنو امریکانو وژل کیدل د یوه ناگهاني لاریون نتیجه نه بلکې د ترهگرو کار دئ.
په بنغازي کې د متحده ایالاتو دغه سفیر یوه ورځ وروسته تر هغې وژل شوی وو چې د القاعدې ترهگرې شبکې مشر ایمن الظواهري، پر لیبیایانو غږ کړی وو چې د ابو یحی اللیبي د وژلو غچ واخلي. اللیبي څه موده وړاندې په پاکستان کې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې په یوه بمي برید کې وژل شوی وو.