1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپيني ماڼۍ د افغانستان پر ستراتيژي باندي کتنه پای ته ورسوله

۱۳۸۹ آذر ۲۴, چهارشنبه

اوباما دا کار په داسي حال کي تيره ورځ پای ته ورسوی چي دی او ټيم يې د افغانستان او پاکستان د پاره د خپل ځانګړي استازي، ريچارد هولبروک، د مړيني په غم کي ډوب دی.

https://p.dw.com/p/QYuU
«د افغانستان د پاره د سپيني ماڼۍ په ستراتيژي که به بدلون را نه سي»
«د افغانستان د پاره د سپيني ماڼۍ په ستراتيژي که به بدلون را نه سي»انځور: picture-alliance/Ron Sachs - via CNP

اوباما د هولبروک کارونه ستايلي او هغه ته يي په امريکايي ډيپلوماسي کي د يو ډير مهم شخص خطاب کړي.

هولبروک د دوشنبې په ورځ د ويني د شيريان د چاودلو له امله په امريکا کي مړ شو.

بارک اوباما بايد اوس افغانستان ته خپله ستراتيژي د هولبروک پرته پرمخ بوزي، چا چي په افغانستان کي د بهرني ملکي روزونکي د شمير د زيادوالي طرح جوړه کړې ول.

د امريکا ولسمشر به د پنجشنبې په ورځ د خپلي ستراتيژۍ د کتني پايلي اعلان کړي.

دغه ستراتيژي په افغانستان کي د طالبانو د مقاومت د ماتولو او د القاعدي د لمنځه وړلو لپاره طرح سوې ول.

ډيرو کارپوهانو لا د مخه ويلي چي، د سپيني ماڼۍ د کتني څخه وروسته به د بارک اوباما په ستراتيژي کي کوم خاص بدلون رانسي.

دوی دغه راز زياته کړې چي په دغه کتنه کي به ويل سوي وي چي تيرکال په افغانستان کي ځيني پرمختګونه منځ ته راغلي، خو لا اوس هم په دغه هيواد کي ډيري ننګوني سته.

اوباما د بګرام په هوايي هډه کي د خپلو عسکرو د ليدو پر مهال
اوباما د بګرام په هوايي هډه کي د خپلو عسکرو د ليدو پر مهالانځور: AP

که څه هم د اوباما وياند، رابرت ګيپس، وايي چي د امريکا ولسمشر په دې بارو دی چي په افغانستان کي پرمختګونه سوي او کيداي سي چي د راتلونکي کال په جولای کي په دغه هيواد کي د ميشتو امريکايي پوځيانو په شمير کي کموالی راسي. خو تمعه کيږي چي په دغه کال کي به د امريکايي پوځيان شمير ډير کم نه سي.

د افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو د ايستلو لپاره، 2014 کال د ناټو د غړو هيوادونو لخوا ټاکل سوی.

دغه نيټه د ناټو د ناټو د غړو هيوادونو د تيري مياشتي د ليزبون په غونډه کي وټاکله سوه.

د ليزبون په غوڼډي کي دغه راز ټاکل سوې ده چي تر 2014 کال پوري به د افغانستان امنيتي چاري افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل سي. دغه لړۍ به په راتلونکي کال کي پيل سي.

که څه هم په افغانستان کي پرمختګونه منځ ته راغلي، خو په 2010 کال کي په دغه هيواد کي د تيرو نهو کلونو په پرتله، ډيرو بهرنيو پوځيانو خپل ژوند دلاسه ورکړی.

همدا راز د اوباما او کرزي د ادارو تر منځ اړيکي هم د پخوا په پرتله حساسي سوي دي.

دغه خبره خو بيا د ويکيليکس لخوا په بربڼډ سوو امريکايي ديپلوماتيکو ياداښتونو کي په ځير ليدل کيږي. په ياداښتونو کي حامد کرزي يو نامناسب رهبر تعريف سوی او د ده اداره هم يو فاسده اداره بلل سوي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل