سپيني روسيې په ترهگرۍ تورن دوه کسه اعدام کړل
۱۳۹۰ اسفند ۲۸, یکشنبهد سپيني روسيې هيواد د ديميتري کونو والوف په نوم دوهم هغه کس هم اعدام کړی دئ چي د مينسک په ميترو کښي د چاودنو پرړه ور پرغاړه وه. د يو بل تن ۲۶ کلن ولاديسلاف کووالېيوف د اعدام خبر د شنبې په ورځ لا خپور سوی وو.
د دغو دواړو کسانو پر ضد محکمه شخړیيزه وه او د کارپوهانو په وينا پر دغو کسانو تورونه په سمه توگه ثابت سوي نه ول. د المان تر څنگ اروپايي ټولني هم پر مينسک ږغ کړی وو چي ددغو دواړو کسانو د اعدام سزا دي نه عملي کوي.
پر اعدام سوو کسانو تور وو چي د ۲۰۱۱مېلادي کال د اپريل پر ۱۱ نېټه ئې د مينسک په تر مځکه لاندي ورگاډي کي بم چاودلی وو، چي له کبله ئې ۱۵مسافر وژل سوي ول.
د سپيني روسيې ولسمشر اليکزاندر لوکاشېنکوف د د تورنو کسانو د عفو غوښتنه رد کړې وه. لوکاشېنکوف ته د اروپا د وروستي زورواکي په نوم هم خطاب کيږي. سپينه روسيه د اروپا يوازنی هيواد دئ چي د اعدام سزا پکښي پلي کيږي.