1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپينه ماڼۍ: پاکستان بايد د حقاني شبکه و ځپي

۱۳۹۰ مهر ۶, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د پاکستان پر دولت د سې شنبي په ورځ لا نورهم فشار ډير کړی، چي بايد د حقاني شبکه وځپل سي، دغه شبکه په کابل کي د امريکا پر سفارت په تر سره سوي بريد تورنه سوې ده.

https://p.dw.com/p/12iCb
د سپيني ماڼۍ وياند جي کيرني
د سپيني ماڼۍ وياند جي کيرنيانځور: AP

د سپيني ماڼي وياند، جي کيرني ويلي:

 

« د پاکستان دولت بايد د هغو تړاونو پر ضد ګامونه پورته کړي، چي د ترهګرو شبکو سره موجود دي، د حقاني شبکه پر نورو بريدونو سربيره په کابل کي د امريکا پر سفارت او د ناټو پر پوځي مقر د بريد لپاره مسؤله ده.»

 

پاکستان د امريکا متحده ايالاتو سره د تيرو لسو کلونو را پديخوا د ترهګرۍ پرضد جګړه کي يو نږدې متحه ګڼل کيږي. د روان کال د می د مياشتي پر دوهمه نيټه پلازمينه اسلام آباد ته څېرمه د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته دغه اړيکي تر خپل وروستي حده ترينګلي سوي دي.

 

په کابل کي د سپتمبر پر ۱۳مه نيټه د امريکا پر سفارت او د ناټو پر پوځي مقر او همداشان د سپتمبر پر ۱۱مه نيټه په وردګ ولايت کي د امريکا پر پوځي اډې د ځانمرګي بريد پړه د حقاني پر شبکې اچول سوې، او د پاکستان پر استخباراتي شبکه، آی ايس آی، يې تور ولګاوه، چي په دغه بريدونو کي يې لاس لاره.

 

ترهغي وروسته د واشنګټن دا غوښتنه چي د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کي دي د حقاني شبکې پرضد پوځي عمليات تر سره سي، نوره هم جدي سوې ده.

 

د پاکستان د پوځ لوی درستيز، جنرال اشفاق کياني، د دوشنبې په ورځ لندن ته خپل سفر وځنډاوه. په پام کي وه چي کياني به د انګلستان د دفاع وزير سره وګوري.

 

نوموړی سفر پداسي حال کي ځنډيږي، چي پاکستان د امريکا دغه غوښتني ته چي د حقاني شبکې پر ضد دي عمليات تر سره سي د نه جواب ويلی.

 

د بلي خوا د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د سې شنبې په ورځ امريکا ته خبر داری ورکړی، چي د افغانستان پولي ته څيرمه دي د نورو بريدونو څخه لاس پر سر سي.

 

ګيلاني د رويټرز خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي، چي د پاکستان په خاوره کي د حقاني شبکې پر ضد پوځي علميات د پاکستان پر ملي حاکميت باندي تيری دی.

 

« طبعي ده چي منفي پيغام زما ولس نا قراره کوي، او په خاصه توګه داسي يو پيغام چي موخه يي د دوستۍ نه وي، نو طبعي ده چي دا ډير سخت کار دی چي زه خپل ولس قانع کړم. ددې لپاره هغوی بايد مثبت پيغامونه راوستوي، هغه څه چي موږ سره نژدې کولای سي، داسي څه نه، چي خلک پرموږ بدګماني وکړي. موږ د خپل ولس سره نږدې يو. داسي نه چي زموږ او د ولس تر منځ بي اعتمادي رامنځ ته سي.»

 

په عيني وخت کي په ملګرو ملتونو کي د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري، حنا رباني کهر، د دواړو هيوادونو تر منځ پر يو بل د لا ډير باور ږغ کړی.

 

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل