سپينه ماڼۍ:د کرزي د دفتر سره د نغدي مرستو په اړه اندېښنه لرو
۱۳۸۹ آبان ۴, سهشنبهولسمشر کرزي د دوشنبې په ورځ په کابل کي په يوه خبري کنفرانس کي د هغو رپوټو په وړاندي غبرګون ښکاره کړی چي د هغه د اداري يو لوړ پوړی چارواکي ته د تهران له خوا پيسي ورکړل سوي ترڅو د افغانستان پر سياست باندي خپل نفوذ پراخ کړي.
کرزي ټينګار وکړی چي د هغه د دفتررئيس، عمر داؤد زي ته د ايران له خوا د ۵ څخه تر ۷ لکو ايرو ورکړه کومه پټه خبره نه وه او نه ده.
خو د سپيني ماڼي د وياند مرستيال، Bill Burton وويل: « زه فکر کوم چي امريکان او نړيواله ټولنه حق لري چي پر افغانستان باندي د ايران د منفي نفوذ په هکله انديښنه وښه يي.»
هغه وويل، چي ايران مسووليت لري په افغانستان کي د يو ښه حکومت په جوړښت کي « په مثبتو اقداماتو» لاس پوري کړي او ځان ډاډه کړي چي افغانستان د تروريستانو پناه ځاي ونه ګرځي او يا د هغه هيواد څخه د ايران پر خاوره د حملو بندو بست ونه سي.»
نيويارک ټايمز ورځپاڼي د شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چي د کرزي د دفتر رئيس عمر داؤدزي له ايران څخه په منظمه توګه نغدي پيسي تر لاسه کوي تر څو د افغانستان په جمهوري رياست کي خپل نفوذ پراخ کړي.
کرزي په قهر سره له دي انکار وکړ چي د ايران له خوا د پيسو دغه ډول ورکړه دي کومه پټه معامله وي.
هغه پرون وويل: « د دوستو هيواونو له خوا د هغه د جمهوري رياست له دفتر سره د نغدو پيسو مرسته سوې ده، دا واضح او روښانه موضوع ده.»
کرزي زياته کړه: « د پټيدو خبره نه سته. مونږ په دې اړه د ايران له مرستو مننه کوو. د امريکا متحده ايالات هم زموږ سره دغه ډول مرستي کوي. هغوی هم زموږ ځينو دفترونو ته نغدي پيسې ورکوي.»
کرزي وويل چي ايران په کال کي يو يا دوه ځله د هغه له دفتر سره تر 700 زرو ايرو پوري د رسمي مرستي په چوکاټ کي نغدي پيسي ورکړي دي.
د امريکا متحده ايالات له څه د پاسه درو لسيزو را په دې خوا د ايران سره ډيپلوماتي اړيکي نه لري.
د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت، وياند، Philip Crowley وويل چي واشنګتن د ايران دا حق تر پوښتني لاندي نه دی نيولی چي د افغانستان سره دي مرسته وکړي او نه يي هم د افغانستان دا حق تر سوال راوستي چي له ايران څخه مرسته ترلاسه کړي.
خو Crowley وويل: « د هغه يو تاريخ پسمنظر د نقش په پام کي نيولو سره چي ايران يې د خپلو ګاونديو د بې ثباتۍ په برخه کي لوبوي، موږ ددغه هيواد د مرستو د هدفونو په هکله شک لرو.»
لويديځ ديپلوماټان هم شک لري چي ايران دي په خپلو دا ډول مرستو سره په افغانستان کي «ښه نيت» ولري.
يو لويديځ چارواکي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يې د فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي دي:« دا يوه نمونه يي ناولې مالي مرسته ده. د داودزي ماموريت دا دی چي د ايران د ګټو لمن پراخه کړي.»
د جولای په مياشت کي کله چي ويکي ليک نومي انترنتي پاڼي د پنتاګون ځيني بربنډ سوي اسنادو کي ويل سوي دي چي ايران حتي له افغان طالبانو سره هم د متحده ايالاتو پر ضد مالي مرستي کوي.
خو د ايرن ولسمشر محمود احمدي نژاد دغه تورنه رد کړل.
کرزی هم پر دې ټنيکار لري چي ايران له افغانستان سره په ښه نيت مرسته کوي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل