1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپنتا: د ستراتيژيک تړون په اړه تر اوسه څه نسو ويلای

۱۳۹۰ آبان ۲۳, دوشنبه

افغان حکومت وايي، چي د امريکا سره د ستراتيژک تړون ځيني برخي نا بشپړي دي، او تر هغه وخته چي دغه تړون د دواړو خواو له خوا نه وي بشپړ سوی خپور به هم نه سي.

https://p.dw.com/p/13AKM
د ولسمشر کرزي سلاکار رنگين دادفر سپنتا
د ولسمشر کرزي سلاکار رنگين دادفر سپنتاانځور: AP

د ولسمشر کرزي د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنگين دادفر سپنتا نن دوشنبه ( د نومبر ۱۴) ولسي جرگې ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وويل، چي تر اوسه معلومه نه ده، چي د ستراتيژيک تړون په متن کي به څه بدلون راسي.

« هغه څه چي په سند کي موږ نن وينو تر هغه لومړي وار ډير بدلون پکښي راغلی، موږ تر اوسه پوري نه پوهيږو چي پای به يې څه وي. نو موږ نه سو کولای، چي د هغه په اړه اوس تاسو ته معلومات در کړو.»

سپنتا ولسي جرگې ته ددې له پاره ورغوښتل سوی وو، چي د ستراتيژيک سند په هکله معلومات ورکړي، خو هغه وويل، چي په دې سند کښي موږ يوازي نه يو.

« امريکايانو راته وويل، چي تاسي يوازي نه ياست په دې سند کي پنځوس فيصده تاسي او پنځوس فيصده موږ يو، تر هغه وخته چي سند نه وي بشپړ سوی نه تاسي او نه ئې موږ د خپرولو اجازه لرو.»

هغه زياته کړه، چي په دې ستراتيژيک تړون کي ښايي نور بدلونونه هم راسي، دا هغه سند نه دئ، چي امريکا او افغانستان ئې وړانديز کړی وو.

د ولسي جرگې استازي وايي، په داسي حال کي چي د ستراتيژيک تړون ځيني برخي نه دي بشپړي سوي نو لويه جرگه د څه دپاره رابلل کيږي، او په څه اړه مشورې ورکړي.

د ولسي جرگې يوشمېر استازو له دې څخه اندېښنه لري، چي گويا دغه ستراتيژيک تړون به په افغانستان کي د امريکا دايمي اډو ته لاره خلاصه کړي او په دې سره په هيواد کي نا امنۍ نوري هم ډيري سي.

خو سپنتا وايي، چي افغانستان اوس ۴۰۰ زره امنيتي ځواک لري، چي دا وسلو او او روزني ته اړتيالري.

« دا طبيعي ده، چي هغه څوک چي زموږ امنیتي ځواک روزي د ځينو پوځي تاسيساتو څخه استعفاده وکړي. هغه څوک چي غواړي د القاعدې سره و جنگيږي، طبيعي ده چي پوځي تاسيساتو ته اړتیا لري.»

سپنتا ټينگار وکړي، چي دغه تاسيسات به د افغانستان په اجازه او ددغه هيواد د ملي منافعو پر اساس جوړ سي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل