سټاين ماير د آلماني پوځ د راوتلو د نيټې د تعينولو مخالف دی
۱۳۸۸ تیر ۱۲, جمعهد جرمني خارجه وزير فرانک والټر سټاين ماير دافغانستان څخه د آلماني پوځ دممکنه راوتلو د نيټې پر سر بحثونه رد کړي دي . ده د جرمني راډيو کلتور سره په مرکه کښي وويل چه په افغانستان کښي د آلماني عسکرو نظامي ماموريت ددې دپاره ندی چه جرمني خپلو اهدافو ته ورسيږي ،بلکه هدف دادی چه افغانان داسی حالت ته تیاری ونيسي ،چه وکولای سي ، د افغانستان امنيت پخپله وساتلای سي . آلماني پوځ يوازي هغه وخت راوتلای سي ،چه دغه هدف تر لاسه سوی وي .
ده اضافه کړل ،پداسي حال کښي چه جرمني بين امللي مسؤليتونه لري ،او يوازي د ځان دپاره کار نکوي ،نو په دغسي وخت کښي د افغانستان څخه د راوتلو پر سر بحثونه يو بې معنی کار دی . سټاين ماير وايی چه ده ته په افغانستان کښي د آلماني عسکرو سره په خبرو کښي دا معلومه سول ،چه هغوی خپلي وظيفې جدي پر مخ بيايي .
پرون دجرمني پارلمان فيصله وکړل چه په آواکس اکتشافي الوتکو کښي برخه واخلي .
Dpa /
کتونکي : محمد قاسم نوري