1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيګار: د افغانستان يو شمېر وزارتونه د امريکايي مرستو مديريت کولای نه سي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله، آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۱۱, جمعه

د امریکا متحده ايالاتو د څارني يوې ادارې ويلي دي چي هر کال په ميليونونو ډالره په داسي حال کي د افغانستان يو شمېر وزارتونو ته ورکول کيږي چي دغه وزارتونه يې د مديريت توان او وړتيا نه لري.

https://p.dw.com/p/1Azwe
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د بيا رغاوني پر بهير باندي د امریکا متحده ايالاتو د څار ادارې ( سيګار) د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۳۰) ويلي دي چي که څه هم د امریکا د پرمختیایي مرستو نړيوالي ادارې (USAID) هڅه کړې ده چې افغان وزارتونو ته د مستقیمو مرستو په برخه کي ستونزي له منځه یوسي، خو اوس هم ډیري ستونزي موجودي دي.

سیګار روښانه کړې ده چي امریکا متحده ایالات غواړي په روان کال کي د افغان حکومت له ۱۰وزارتونو سره ۱،۶ میلیارده ډالره مستقیمي مرستي وکړي چي په دې سره به یې ۱۸ بېلابېلي پروژې تمویل سي.

خو سیګار ویلي دي چي USAID د افغان حکومت د ۱۶ وزارتونو په اړه څېړني وکړې او په دې موضوع پوه سول چي هغوی د مستقیمو مرستو د ترلاسه کولو وړتیا نه لري. په دې برخه کي په دغو وزارتونو کي د اداري فساد لوړي کچي ته هم اشاره سوې ده.

د افغانستان د بيا رغاوني پر بهير باندي څارونکي امريکايي ادارې «سيګار» ويلي دي چي د «يو ايس اې آی ډي» څېړني ښيی چي «د افغانستان اووه وزارتونه د دې وړتيا نه لري چي د امريکا متحده ايالاتو مستقيمي مرستي مصرف کړي.»

سیګار ادعا کړې ده چې د امریکا پر مختیایي ادارې پریکړه کړې ده چي له دغو وزارتونو سره مستقیمې مرستې وکړې، خو هغوی اوس هم له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

سيګار په خپلي دغي څېړني کي زياته کړې ده چي د امريکا د پرمختيايي مرستو نړيوالي ادارې (USAID) خپلي موندني له کانګرس څخه چي د بوديجې تنظيموونکی دی پټي کړي نه دي.

خو د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياندي جين پساکي، د څارني ادارې دغه خبري رد کړي او ويلي دي: «په ميلياردونو ډالره مرستي وجود نه لري چي مستقيم دي د افغانستان د حکومت خزانې ته ورسي.»

هغې زياته کړې ده: «برعکس، موږ تر ډېرو څارنو لاندي چي مشري يې د امريکا متحده ايالاتونو کوله تر ۳۰۰ ميليونه ډالره لږ مصرف کړي دي.»