1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيپري: په پوځي برخه کي ډيري پيسې امريکا لگولي

۱۳۹۰ خرداد ۱۷, سه‌شنبه

په 2010 کال کي هم امريکا د نړۍ په کچه تر ټولو ډيري پيسي په پوځي برخو کي لګولي دي. د «سيپري» په حواله چين بيا تر متحده ايالاتو وروسته د پوځي لګښتونو له نظره دوهم هيواد دی.

https://p.dw.com/p/11VtB
د ستاکهلم د سولي د څيړنو د نړيوال انستيتوت «سيپري»
د ستاکهلم د سولي د څيړنو د نړيوال انستيتوت «سيپري»

د ستاکهلم د سولي د څيړنو د نړيوال انستيتوت «سيپري» په حواله امريکا د چين په پرتله شبږ برابره ډيري پيسي لګولي دي. تير کال په پوځي برخو کي په ټوله نړۍ کي 1.6 تريليونه ډالره لګول سوي ول.

په 2009 کال کي اټګل سوی ؤ چي په 2010 کال کي د نړۍ د ټول پوځي لګښت څخه به 43 سلنه د امريکا متحده ايالاتو تر سره کړي دي اوچين 7 سلنه مصرف وکړي. د چين څخه وروسته فرانسه، بريتانيا او روسيه د نړۍ د هغو هيوادونو څخه دي چي په 2010 کال کي تر نورو ډير پوځي مصارف درلودل.

د پوځي لګښتونو له لحاظه جاپان، آلمان، سعودي عربستان، هندوستان او ايټاليا هم د نړۍ د لسو غوره هيوادونو په ليست کي شامل دي.

د سيپري د رپورټ په حواله روسيي او متحده ايالاتو د 2006 څخه تر 2010 کال پوري، د نړۍ نيمايي وسلي پلورلي دي.

سيپري په راپورت کي راغلي چي دغي مودي کي متحده ايالاتو نړۍ ته 30 سلنه وسلي صادري کړي. دغه هيواد د نړي 75 نورو هيوادونو ته وسلي پلورلي چي په دغي ډلي کي جنوبي کوريا، استراليا او متحده عرب امارات هغه هيوادونه دي چي د امريکا څخه يي تر ټولو ډيري وسلي اخيستي.

روسيي په تير کال کي د نړۍ 23 سلنه وسلي پلورلي چي دغه هيواد تر ټولو ډيري وسلي هندوستان او چين ته پلورلي.

د سيپري د راپور له مخه په امريکا کي ميشت د«ليک هيد مارتين» د وسلو جوړولو کمپني په 2010 کال کي تر ټولو ډيري وسلي پلورلي.

په 2010 کال د فعالو وسلو جوړونکو شرکتونو په ليست کي د 100 کمپنيو نومونه شامل ول چي 45 يي په امريکا کي او 33 نور يي اروپا کي ميشت دي. د چينايي شرکتونو نومونه په دغه ليست کي نه ول شامل.

د سيپري په حواله په 2010 کال کي 52 د سولي پوځي عمليات په لاره اچول سوي ول چي د دغو عملياتو په ډلي کي يې ډير د ناټو لخوا تر سره سوي ول.

په راپورت کي راغلي چي په افغانستان کي د ناټو عمليات په 2010 کال کي تر ټولو لوي د سولي نړيوال عمليات ول.

دغه استيتوت ويلي چي په نړي کي اته هيوادونو څه نا څه 5000 اټومي وسلي په لاس کي لري.

که څه هم امريکا او روسيې د اټومي وسلو ستراتيژيک تړون لاس ليک کړی خو دغو دواړو هيوادونو تير کال د خپلو اټومي وسلو مدرنولو ته دوام ورکړ. دا هماغه کار دي چي هندوستان او پاکستان هم پرې تير کال اخته ول.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل