1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيما سمر: پوهاوی د ښځو حقونو ته گټه رسوي

وصلت حسرت نظيمي۱۳۹۲ خرداد ۸, چهارشنبه

له ۲۰۰۱ کال راهيسي په افغانستان کي د ښځو د حقونو په برخه کي د پام وړ ښه والی راغلی دئ. خو آيا دغه حالت به له دغه هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هم پاته سي؟ دې پوښتنو ته سيماسمر جوابونه وايي.

https://p.dw.com/p/18g9V
Berlin/ Die afghanische Aerztin und Preistraegerin des Alternativen Nobelpreises, Sima Samar, sitzt am Montag (10.12.12) in Berlin waehrend einer Pressekonferenz zur Menschenrechtssituation in Afghanistan in der Bundespressekonferenz. Samar wurde am Freitag (07.12.12) in Stockholm mit dem Alternativen Nobelpreis ausgezeichnet. Foto: Oliver Lang/dapd
Trägerin Alternativer Nobelpreis Sima Samar Ärztin Afghanistan PK Berlinانځور: dapd

دويچه ويله: له ۲۰۰۱ کال راهيسي په افغانستان کي د بشري حقونو او ښځو د حقوقو په برخه کي څه تلاښونه ترسره سوي دي؟

سمر: لومړی داچي موږ له ۲۰۰۲ کال وروسته د نړيوالي ټولني په مرسته د بشري حقونو او ښځو د حقونو په برخه کي ډيري برياوي لرلې. د بولگې په توگه که د ښووني او روزني بهير ته وگورو نو د طالبانو په وخت کي نجوني ښوونځيو ته نسوای تلای خو اوس تر درو ميليونو ډيري نجوني ښوونځيو ته ځي. خو دا هم بايد ووايم چي ډيري نجوني اوس هم مکتبونو ته نه ځي.

که موږ روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسی د بشريت له پاره لومړنی حق وبولو، نو په دې برخه کي مو ډير پرمختگ کړی دئ. خو دغه پرمختگ د هيواد په ټولو سيمو کي صدق نه کوي او اوس هم ډيری خلک روغيتايي اسانتياوو ته لاس رسی نه لري.

د بيان د آزادۍ په برخه کي هم چي دا د بشريت له لومړنيو حقونو څخه شمېرل کيږي د پام وړ پرمختگ کړی دئ. اوس په افغانستان کي د گاونډيو هيوادونو په پرتله د بيان آزادي سته. په افغانستان کي د بشري حقونو د کمېسيون موجوديت پخپله يوه ستره بريا ده. له ټولو ستونزو سره سره بيا هم دغه کمېسيون ډير پياوړی او ښې لاسته راوړني لري. دغه په تيرو لسو کلونو کي زموږ ښې برياوي دي.

دويچه ويله: تاسو تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ښځو د حقونو په برخه کي څه خطر ويني؟

سمر: زما په نظر تر ۲۰۱۴ کال وروسته به خطر د امنيت په برخه کي وي او بل داچي موږ به په خپل هيواد کي اقتصادي ستونزي ولرو. دغه عوامل پر بشري حقونو او د ښځو پر حقوقو باندي ډير تاثير لري. زه فکر کوم چي موږ نو په دې اساس له سترو چيلينجونو سره مخامخ سو. خو زه فکر نه کوم چي يو څه به له لاسه ورکړو. موږ اوس په يويشتم قرن کي يو او موږ اوسنی وضعيت له ۸۰ يمي او ۹۰يمي لسيزي سره نسو پرتله کولای.

دويچه ويله: که تاسو په افغانستان کي خپل د کوچنيوالي وخت له اوسني وخت سره مقايسه کړی، څه احساس کوئ؟

سمر: زه په هلمند ولايت کي غټه سوې يم او هلته ښوونځي ته تللې يم موږ هلکان او نجوني په يوه ښوونځی کي وو تر څو چي زه په ۱۹۷۴ کال کي له دوولسم ټولگی څخه فارغه سوم. اوس هيڅوک باور نه کوي، چي يو وخت دي په هلمند کي د هلکانو او نجونو ښوونځی مشترک ول.
دويچه ويله: له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون په مخ کي د افغانستان د پارلمان خنډ يوه ستره نا امېدي نه ده؟

سمر: فکر کوم چي دغه قانون مخکي لا نافذ شوی وو خو اجرايي سوی نه وو. موږ بايد دغه قانون پارلمان ته وړاندي کړی نه وای. ځکه دا معلومه وه چي هغه به رد سي. خو موږ به تسلیم نه سو. زموږ له پاره مهمه دا ده چي يووالی ولرو او په يوه ږغ سره عمل وکړو، چي دغه قانون په پارلمان کي تصويب سي. زه فکر نه کوم چي ډيری دي له هغه سره مخالفت ولري. زه هيله منده يم چي د افغانستان پارلمان غړي به دې خبري ته متوجه وي چي هر يو ئې يوې ښځي زېږولی دئ او فکر نه کوم چي هغوی تر خپلو ميندو خپل ځان بهتره وښيي.

زما غوښتنه دا ده چي افغانستان په عزت کي ژوند وکړي او دا چي د ښځو او نارينو له پاره حقوق سته بې له دې چي يو ئې له هغه بل څخه ښه وي. تر هغه ځايه چي په ځوانانو پوري اړه لري دوی بايد تر موږ ډير مسئوليتونو پرغاړه واخلي.