1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيد آباد: ځانمرگي بريد 89 تنه ژوبل کړل

۱۳۹۰ شهریور ۲۰, یکشنبه

د امريکا متحده ايالاتو پوځ نن وويل چي د افغانستان په مرکزي برخه کي يو ځانمرګي بريد کونکو له خپلي لاري سره 89 تنه ټپيان کړل چي په هغو 50 تنه امريکايي سرتيري شامل دي

https://p.dw.com/p/12Wqb
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

د متحده ايالاتو د پوځ وياند، جګړن ديويد ايستبرن، وويل چي  په دي حمله کي 50 امريکايي سرتيري او 15 افغانان ټپيان شوي. دا لا تراوسه روښانه نه ده چي پاتي کسان څوک دي.  هغه وويل چي  پيښه پرون مازيګر په 5 پنځو بجو او 15 دقيقو  رامنح ته شوه.

ايستبرن وويل:

«پیښه د شنبه په ورځ د ماښام په 5:15 بجو رامنځ ته شوه. چاودنه د یوې جنګي پوستي په مدخل کې رامنځ ته شوه. چې په پایلې یې کې یې 89 تنه يي ټپيان شول او د په دیوال کې یو شپږ متر سوری هم رامنځ ته کړ.»

د ناتو تر مشري لاندي آيساف هم د دغي حملي پخلي کړي او په يو بيان کي ويلي: 

«د طالب ياغيانو يو ځانمرګي بريد کونکي د وردک ولايت د سيد آباد په سيمه کې د يوي جنګي  پوستي په مدخل کي  له خپلي لاري سره چي په چادونکو توکو باره وه، په دغه برید لاس پوري کړ.»

المان غږ راډیو سره په یوه ټیلفوني اړیکې کې د وردکو د ولایت ویاند، شاهدالله شاهد، د پیښې پخلی وکړ او وویل چې په دغې پیښې کې درې تنه ملکي افغانان وژل شوي او لس نور ټپیان دي. شاهد د امریکایې ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه د معلوماتو د ورکولو څخه ډډه وکړه. هغه وويل:

«تر دې شیبې پورې زمونږ معلومات دا دي چې په پیښه کې درې ملکې کسان چې هلته یې کار کاوه شهیدان شوي او لس نور افغان ملکیان هم ټپیان دي. د امریکایې ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه لا مونږ معلومات نه لری.»

شاهد همداراز زیاته کړه چې پیښه د جنګي پوستي په مدخل کې نه بلکه په سړک کې رامنځ ته شوي ده.

د وردکو د ولایت د سید آباد سیمه د افغانستان یو له ډیر ناامنو سیمو څخه شمیرل کیږي. په غې سیمې کې ډیر ځلي د ناټو اکمالاتي کاروانونه تر بریدونو لاندي نیول کیږي. د روان کال په اګست میاشتي کې د میدان وردکو په ولایت کې د امریکایې ځواکونو یوه څرخۍ الوتکه راوغوځیده چې په پایلې یې کې څه نا څه 30 امریکایې سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه چادونه په داسي وخت رامنځ ته کيږي چي امريکا متحده ايالات او نړي د سپتمبر د يولسيمي د تروريستي بريدونو او د طالبانو د رژیم د ړنګیدو د لسمي کاليزي لمانځنه کوي.

 خو اوس چې په افغانستان کې د طالبانو د واک د ختمیدو څخه لس کاله تیریږي، دغه ډله لا اوس هم د افغانستان په بیلابیلو برخو کې افغان او بهرنیو ځواکونو ته په لوی کواښ بدله شوي ده.

د فرانس پرس خبري آژانس په يو رپوټ کي راغلي دي چي طالب اورپکو د دغي حملي مسووليت په غاړه اخيستي دي.

فرانس پرس / مسعود جهش
کتونکي: عبدالباری حیکم